استعمار او رسنۍ

لیکنه: ابوالیاس جهادوال
رسنۍ په معاصره نړۍ کې هغه وسيله ده چې د ځمکې له زياتې پراختيا سره سره د بې ساري سرعت پر مټ د ميلياردونو انسانانو ترمنځ اړېکې ټينګوي، له اجازې پرته د خلکو کورونو ته په دننه کيدو سره د هغوی ذهن او فکر محاصره کوي او په غيرارادي ډول يې افکار او ليدلوري په هغو لور بيايي چې رسنۍ يې غواړي.
استعماري هېوادونو هم د رسنيو دغه رول ته په کتو سره ډېری غږيزې، چاپي او انځوريزې رسنۍ تر خپل مديريت لاندې راوستي او په سيمهيیزه او بينالمللي کچه د خپلو استبدادي سياستونو د ترسيم او سکولريزم فرهنګ د ترويج په موخه ور څخه استفاده کوي او له دې لارې غواړي د ټولنيزو، سياسي، فرهنګي او اعتقادي مساېلو په اړه د نړۍ په ځانګړې توګه د مسلمانانو فعال او کارنده ځواک او ځوان حساسيت له منځه يوسي څو بې تفاوتو او منفعلو اشخاصو بدل شي. له همدې امله ده چې نن ورځ تر ټولو مهم خبري آژانسونه« رويټرز، فرانس پرس او اسوشيتدپرس» د يهودي استعماري کړيو په ولکه کې دي.
د امريکايي ليکوال ټام ايدکنس (Tom Adkins)په وينا، متحده ايالتونه ځکه رسنيزو او مطبوعاتي فعاليتونو ته ډېره پاملرنه کوي چې تر بمونو، الوتکيو، ټانګونو او نورو تخنيکي تجهيزاتو وروسته دويم د ارزښت وړ خطرناکه وسله ګڼل کېږي. له همدې امله ده چې صليبي يرغلګر له همدې لارې د « ډيموکراسۍ»، « بيان آزادۍ» او « بشري حقونو» کاذبو شعارونو لاندې د ملتونو د اسارت لهپاره استفاده کوي او دا يې خپلو شيطاني موخو ته د رسيدو لهپاره تر ټولو آسانه او ارزانه لار تشخيص کړې ده.
امريکا په لومړي ځل په ۱۹۹۱ کال کې مخکې تر دې چې پر خليجي هېوادونو بريد وکړي، د سي ان ان په نوم ټلويزيوني شبکه جوړه کړه چې دا د نړۍ په کچه لومړنی ټلويزيوني چينل وو چې په ۲۴ ساعته بڼه يې فعاليت درلود او له مډرنې ټيکنالوژۍ او سټلايټ څخه په استفادې يې د عراق له جګړې څخه د خپل سياست مطابق فلټر شوي خبرونه خپرول.
امريکايي ليکوال ايريک مارګوس د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۲۱ مه پر افغانستان د صليبي يرغلګرو د بريد په اړه يوه مقاله کې وليکل: « واشنګټن غواړي هغه بريا چې په ۱۹۹۱ کال کې يې د خليج په جګړه کې د نظامي عملياتو فلټرشوي او منحصرو خبرونو کې درلوده، په افغانستان کې هم تکرار کړي، ځکه چې د دغه کار له امله تر اوسه هم خلک د هغوی ملکي عراقيانو په اړه کره معلومات نهلري چې د امريکايانو په بمبارۍ کې وژل شوي دي»
له همدې امله صليبي يرغلګرو د افغانستان د شلکلن اشغال تر پايه همدا د رسنيو د مديريت پاليسۍ تعقيب کړه او د ميلياردونو ډالرو په لګښت يې ۳۰ ټيلويزيوني، ۱۵۰ راډيويي او په سلهاوو نورو چاپي رسنیو ته د فعاليت زمينه برابره کړه چې د ستاره افغان، شبخند، رو در رو ، شبکه خنده او سوله او سيال پروګرامونو په څېر يې داسې څه خپرول چې د افغانستان له کلتور او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وو.
د دې تر څنګ رسنيو هڅه کوله څو په ځانګړي مهارت سره د اشغالګرو او د هغوی د کورنيو ملګرو پر وحشتونو او ظلمونو پرده واچوي، د يرغلګرو پر وړاندې روان مقاومت ته د تاوتريخوالي نوم ورکړي، په خلکو کې جهادي روحيه کمزورې کړي او فحشاء او بې دينۍ ته لار هواره کړي، چې د بېلګې په توګه يې څو بېلګو څخه يادونه کوو:
کله چې د اسلامي امارت مجاهدينو په ۲۰۱۵ کال کې د کندز ښار فتحه کړ، ځينو رسنيو پرته له دې چې د موضوع په اړه څېړنه وکړي، داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکي مجاهدينو د کندز پوهنتون د ليليې پر نجونو جنسي تيري کړي، په داسې حال کې چې هغه مهال ټول پوهنتونونه رخصت وو او ليليه هم له نجونو تشه وه، چې وروسته د کندز ولايت ځينو مخورو او ځايي چارواکيو هم دغه موضوع رد کړه.
همدارنګه امريکا د ۲۰۱۸ کال په اپريل کې د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې د دستاربندۍ مراسمو پر مهال پر يوه ديني مدرسه بمبارد وکړ چې په ترڅ کې يې په لسهاوو ماشومان او ملکي خلک په شهادت ورسيدل، د آمريکا غږ آشنا راډيو خبريال په داسې حال کې چې د يادې موضوع په اړه يې ريپورټ ورکاوه، خو ټول تمرکز يې پر دې وو چې طالبان له خلکو څخه عشر او زکات ټولوي او ډوډۍ وربانډې خوري. له دې سربېره يو مهال په کنړ ولايت کې د امريکايانو په بمبارد کې ۶ ماشومان وژل شوي وو چې په سبا يې د ماندګار په نوم يوې ورځپاڼې په غټو ټکيو ليکلي وو « طی يک حمله شبانه نیروهای بینالمللی شش تن از اطفال طالب کشته شدند». له دې سربېره په سلهاوو داسې موارد شته چې له شلکلن صليبي نظامي يرغل په ملاتړ د رسنيو مغرضانه اهداف څرګندوي.
خو کله چې تېر کال اسلامي امارت په هېواد حاکم شو، که څه هم د رسنيو د ډېری غيراخلاقي خپرونو مخه ونيول شوه خو بياهم ډېری دغه رسنۍ په ډېر مهارت سره هڅه کوي چې په منفي خبرو باندې تمرکز سره د افغانستان وضعيت ترينګلی وښيي.
د ډېری دغو رسنيو تمرکز پر منفي مواردو وي او د اسلامي امارت له لاسته راوړنو ته چې له ډاډمن امنيت، سوداګريز او ترانيزيتي تړونونه، د فساد مخنيوی او د لويو بيخبنسټيزو پروژو تطبيق دی، ډېر کم انعکاس ورکوي او په سياسي او اقتصادي بحثونو کې ډېری داسې کسانو د کارپوهانو او تحليلکوونکيو په توګه بلنه ورکوي چې له اسلامي امارت، افغانستان او اسلامي ارزښتونو سره مخالفت ولري.
د بېلګې په ډول څه موده وړاندې د کابل ښار په کوټه سنګي سيمه کې په دوو سوداګريزو ودانيو کې اور ولګيد چې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارت ځواکونو په پوره همغږۍ سره ډېر ژر مهار کړ چې دغه اقدام په تېرو دوو لسيزو کې بې ساری وو خو په رسنيو کې ټول تمرکز پر همدې وو چې دغه سوداګريز مارکيټونو د اور خوراک شول، خلکو ته يې دروند مالي تاوان واړاوو او تر پايه د امنيتي او دفاعي ځواکونو له غو هڅو څخه يادوونه ونهشوه.
نو له دې کبله د اسلامي امارت رسنيزو فعالانو او مبارزينو ته لازمه ده چې د دښمن د دغو زهرجنو تبيلغاتو ته پاملرنه وکړي او د هغوی د شومو پلانونو مخه ونيسي چې هدف يې په افغانستان کې توکميزو، قومي او مذهبي اختلافاتو رامنځته کول دي.



