روسيه: پر يوه پوځي مرکز وسله وال برید کې ۱۱ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ تله، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د روسيې په يوه پوځي مرکز کې د وسله بريد له امله ۲۶ داوطلب جنګياليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا بريد پرون شنبه د اوکراين سره نږدې پر پوله د روسيې په بلګراد سيمه کې پر هغه روزنيز پوځي مرکز شوی چې د اوکراين لپاره داوطلب جنګياليو پکې تمرين کاوه.
بريد د دوو تنو وسله والو له لوري شوی او د روسیې دولتي خبري اژانس ‘ریا’ یوه رپوټ کې ویلي دغو سړیو د وسلو د تمرین پر مهال پر هغو کسانو ډزې کړې چې اوکرایین کې جنګېدو لپاره داوطلب شوي وو.
راپور زياتوي، دې بريد کې ۱۵ کسان ټپيان شوي هم دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي بریدګر د پخواني شوروي اتحاد د یوه جمهوریت اتباع دي، خو په دې تړاو یې نور جزییات نه دي ورکړي.
ځايي چارواکو ويلي، چې بریدګر د بريد پر مهال وژل شوي دي.



