پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

غربت(فقر)

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 17, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
50
ځلې شریک شوی
630
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عبدالجبار وحدت
لومړۍ برخه
له کله نه چې انسان په دې نړۍ کې قدم ايښی دی نو له هغه وخت څخه تر اوسه پورې د اقتصادي ستونزو سره لاس اوګړيوان دی . دا ځکه چې د انسان اړتیاوې او خواهشات ډير زيات دي او د هغو لپاره وسايل محدود دي .خو په انسانانوکې يوه طبقه داسې دي چې هغوی د ژوند دزضرورت څخه اضافه وسايل په واک اواختيارکې لري اويوه طبقه خلک هم داسې دي چې دژوندي پاتې کيدوپه خاطر په کافي اندازه ضروري بنيادي وسايل لکه خوراک،لباس،او د هستوګنې لپاره ځای نه لري چې دغه طبقه خلک د فقر(غربت) او افلاس په حالت کې ژوندتيروي او دغوخلکوته فقيراوناداره ویلی شو.
په نړۍ کې فقر(غربت)ورځ په ورځ مخ په زياتيدودې ځکه چې نفوس زياتيږي او وسايل محدوديږي /کميږي . دفقر(غربت)دزياتيدوبل غټ لامل جنگونه دي ځکه جنگونه ډير لګښتونه ايجابوي او ډيرې غټې پانګې ته اړتيا لري دجنگ په حالاتوکې دبې کارې په سطحه کې زياتوالې رامنځته کيږي .خلک بې کوره کيږي اومهاجرت کولوته مجبوريږي ،توليدي مراکز،دولتي ودانۍ ،مکتبونه ،روغتونونه او نور ځايونه ورانيږي چې لدې امله د خلکو دژوند سطحه خرابيږي اوپه فقر(غربت)کې زياتوالی رامنځته کيږي.
د منابعو نادرست استعمال او د کلي مدیریت نه شتون دا ستونزې راولاړولای شيږ
فقر(غربت)يو لړ ټولنيز او اخلاقي زيانونه هم لري ،کچيرته فقر(غربت)په يوه ټولنه کې موجود وي نوهلته بې امنيتي او ناقراري وجود لري ځکه چې خلک د خپل ژوند بقاپه خاطرغلا ،چورکولو،قتل کولو،دخلکوتښتولو،دنشه يي موادوقاچاق اوداسې نوروغيرې اسلامي اوغيرې اخلاقي فعاليتونوترسره کولوته مخه کوي
. نو د دغو ناوړه فعاليتونو دمخنيوي په خاطر پّدفقر(غربت)د لمنځه وړلولپاره تدابيرنيول پکاردي، البته اقتصادي تدابیر ښیم ، نور د جرمونو د مخنیوي لپاره د شریعت ځانګړي قوانین شتون لري ځکه چې فقر(غربت)پخپله دفقر(غربت)د رامنځته کيدولامل ګرځي ، یوه مقوله موږ لرو چې لوږ عسکر زېږوي او د بهرنیو ملکونو استخبارات د همدې فقر ځپلو خلکو پر مټ ډېری استخباراتي چارې په ښه ډول پلی کولی شي.
. که چيرته خلکوته د کاروبارزمينه برابره شي نو تريوحده پورې د فقر(غربت)په سطحه کې کموالې راتلای شي ،په همدې ترتيب د خلکو د تعليم اوتربيې سطحه لوړول ،زراعتي سکتور او صنعتي سکتورته پرمختگ ورکول ، د استخدام سطحه لوړوي او دخلکو په عايداتوکې زياتوالی رامنځته کيږي او سپماوې ورسره زياتيږي او په راتلونکې کې دپانگې اچونې د زياتوالي سبب گرځي چې پدې ترتيب سره دفقر(غربت) په سطحه کې کموالې راځي او يو هيواد د پرمختگ او هوساینې په لور په تدریجي ډول روانيږي.
راځو فقر(غربت) ته چې فقر(غربت) څه شی دی. ولې د ټولنې وګړي ورسره لاس او ګرېوان دي او څنګه به دا بدمرغه اقتصادي ناروغي معالجه شي؟
افغانستان کې د فقر مسله لا څو لسېزې پخوا مطرح وه ، حتی د کرزي په وخت کې هم پنځوس سلنه وګړو د فقر د خط لاندې ژوند کول ،حتی د بشر حقوقو کمیسیون په یوه تازه راپور کې هماغه وخت ویلي ووچې شپیته سلنه افغانان د فقر د خط لاندې ژوند کوي او د دوی ورځنی عاید له پنځوس افغانیو څخه کم دی ، دې ته ورته ستونزه د اشرف غني په وخت کې هم د پام وړ وه حتی د نړیوال بانک تازه راپورونه هم خورا د اندېښنې وړ وو او دي، د بيکاري چې په پایله کې یې فقر رامنځته کېږي په وروستیو کې ستونزه د پام وړ شوه چې باید اوسنی افغان نظام د اقتصاد د متخصصینو په مشوره د حل لارې ورته پيدا کړي .
په اوس وخت کې تقریبا په ټولنه کې 800 میلیون ماشومان ، سپین ږیري ، ځوانان د فقر د خط لاندې ژوند کوي.
د١٩٧٠ په لسيزه کې د فقر مسلې ډير اهميت پیدا کړ او د هیوادونو اقتصاد څېړونکې په دې هڅه کې شول چې د فقر اړوند د هیوادونو سلنه پیدا کړي او دد دې بدمرغه ناروغي علتونه وڅېړي.

فقر(غربت)داسې يوحالت دی چې په هغې کې خلک ډيرکم ياناکافي عايدات لري چې د هغه د ژوند لپاره بسنه نشي کولی .
بې وزلي لوږه،بې سرپنایي،ناروغي، ډاکتر ته د تللو وس نه لرل،لوږه مکتب ته نه لاسرسی ، د دندې نه لرل، راتلونکې ته د خوشبیني نه شتون، فقر مانا پاکو اوبو ته نه لاسرسی
اقتصادپوهانوداخبره واضح کړيده چې ناداره کورننۍ دخپل عايد 1\3 برخه په خوراکي موادو مصرفوي .
يا ،فقر داسې يوحالت دي چې په هغې کې د خلکوي وه خاصه طبقه حتى د ژوند ابتدايي ضرورتونه لکه،خوراک ،لباس اودهستوگنې ځاې نه شي برابرولی ،فقر د وروسته پاتې هيوادونو يوه ځانګړې نښه ده .هغه هيوادونه چې دپرمختگ په حال کې دي د فقرپه له منځه وړلوکې باید سخت کوښښ وکړي ،فقرحتى په پرمختللو سيمو او قومونوکې هم وجودلري. خو په دومره اندازه نه
په بل عبارت که چيرته يوشخص يوخاص د ژوند د معيارپه پوره کولوکې پاتې راشي او هغه پوره نه کړایشي نوهغه فقيريا ناداره دی او هرکله چې هغه دغه معيارپوره کړی شي نو هغه کس نورغريب نه دی.
ناداره هغه څوک دی چې هغوی دم توسط عايد دلاسته راوړلو څخه ډيرلیريپاتې وي.
د١٩٧٠ په لسيزه کې د فقرمسلې ډيراهميت پیدا کړ او د هیوادونو د اقتصاد څېړونکې په دې هڅه کې شول چې د فقر اړوند د هیوادونو سلنه پیدا کړي او د د دې بدمرغه ناروغي علتونه وڅېړي، د دې لپاره چې بې وزلي سمه وپيژنو دا موضوع تجزیه کوو ، په ډولونو یې وېشو او د هر یوه لپاره په جلا حللارو باندې بحث کوو.
بې وزلي زیات ډولونه لري چې یو یې له هغې څخه مطلق فقر(Absolute Poverty) دی
پدې ډول په مطلقه توگه غريب خلک هغه دي چې د هغوي سره دومره وسايل نه وي چې هغوی خپل بنيادي ضرورتونه پوره کړای شي او د دې فقر د معلومولو په وخت کې به داکتل کيږي چې څومره خلک په داسې حالت کې قرار لري، چې په لنډه توگه ورځنی عاید یې يو ډالر ښودل شوی دی ،
د فقر بل ډول نسبي فقر(Relative Poverty) دی
Peter Townsend 1979 اقتصادي علم د فقر د دې مهم ډول اړوند خپلې څېړنې تر سره کړلې او د نسبي محرومیت اړوند یې تیوري وړاندې کړله
بعضې متخصصین په دې اند دي چې د هغو افرادو شميرل چې فقرخط لاندې ژوندتيروي او په نسبي ډول فقر ځپلي وي ، دا په دې مانا چې لکه که چيرته د فقرخط٣٦٠ ډالر کلني عايدلاسته راغلي وي او يو فرد چې د هغه عايد٣٥٠ ډالرکلنې وي اودوهم فردچې دهغه کلنې عايد٣٠٠ ډالر دي، دا دواړه غریبان دي مګر د ۳۵۰ ډالرو کلني عاید لرونکی نسبتا فقر دی او د نسبي فقر خط لاندې ژوند کوي .
دفقرمنحوسه دايره(Vicious Circle of Poverty):
دا اصطلاح نن ورځ په اقتصادي بحثونو کې بېخي عامه شوې ده دلته يوڅودايروي اړيکې چې دغربت ددايرويادفقردکړيو(Vicious Circles of Poverty )په نوم مشهورې شوي ليدل کيږي.داپه لږو پرمختللو هيوادونوکې دپ رمختياسطحه تل ټيټه ساتي.
نرکسي(Nurkse) په نوم یو اقتصاد پوه دی ، ددې اصطلاح معناپه دې ډول واضح کوي.
دا دايره چې له يو شمير ځواکونو څخه جوړه شوې چې يو د بل دوه برابره عمل کوي ، نو ځکه غريب هيواد نور هم د غربت او فقر په حالت کې ساتي .
دزبيلګې په توګه يو فقير سړی د خوړلو لپاره هيڅ نه لري،نو ځکه وږي دی، د ده روغتياخرابه شوه ،او له فزيکي پلوه سست شو، د ده دکارظرفيت راټيټ شو،د دې معنا داشوه چې نوموړ غريب شو،چې غريب شوخوړوته څه نه لري چې خوراک ته څه نلري نو روغتيا يې خرابه شوه.
نرکسي دهغوهيوادونوپه هکله چې دفقردايره پکې مسلطه ده او دپورته غريب سړي سره يي مشابه کړي
وايي. A country is Poor because it is poor يعني يوهيوادغريب پاتې شوې داځکه چې هغه غريب وو/دی .
له همدې امله تقريباً تيره پېړۍکې پرمختللیو هيوادونو په پرله پسې توګه کال په کال شتمن شول او وده يې وکړه خو پرمختيايي هيوادونه همداسې (پرمختيايي) پاتي شول ،
يو پرمختيايي هيواد دغربت د څو څو کړيو څخه اغيزمن کيږي ، خو د ښه کيدون ښې يې نه راڅرگنديږي .
د هغو وگړي ضعيف ،بې سواده ،محافظه کاره،عنعنه پرست اوپه فکري انجماد کې گير خلک دي او د نويومفکورو،نوښتونو ته اصلا میل نه لري ، د کومو په پایله کې چې ا قتصادي پرمختيا رامنځته کېږي.سره لدې چې داسې هيوادونوکې دمړينې شميره ډيره زياته ده ،له بل پلوه یې نفوس په گړنديتوب ډيريږي . ، سره له دې چې د رزق وعده الله تعالی په پاک کلام کې کړي، موږ پوره باور پرې لاري، مګر په اقتصادي بحثونو کې نفوس یو مهم شاخص دی .
د دې هيوادونو مجموعي اقتصادي فضا اوحالت دنه زغملو دی ،نوځکه د فقر د دايرې په موجوديت کې پرمختيا او وده نش پيښيدلي .
پروفيسرنرکسي دا هم وايي چې د پانگې راټوليدل ډير ورو،ځنډني او لږوي ،دا ځکه چې د پس انداز له امله د سرمايې عرضه او پانگې اچونې ته د علاقې له مخې دپانګې لپاره تقاضا ټاکل کيږي .
د فقر د علتونو ، اغېزو او حللارو اړوند به په نورو برخو کې تفصیلي بحث وکړو.
ان شاءالله
درنښت

دا هم ولولئ

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

لوی ټکي: عبدالجبارغربتفقروحدت
مخکینې مطلب

ترکیه: د افغانستان په اړه د اتحاد العلماء د پریکړه لیک د ۱۲مې او ۱۳مې مادې متن

بل مطلب

روغتيا وزارت: په ۲۲ ولايتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

ځانګړي مطالب

خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

وروستي

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

له ۶۰ ورځني ځنډ وروسته د ایران-روسیې او ایران-چین ترمنځ الوتنې بېرته پیل شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com