روغتيا وزارت: په ۲۲ ولايتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، نن د هېواد په ۲۲ ولايتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو.
د روغتيا وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد کمپاين به څلور ورځې دوام وکړي چې په لړ کې به یې نږدې ۶ میلیونه ماشومان واکسين شي.
د عامي روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا کمپاین د هېواد د سوېلي، سوېل ختیځو، ختيځو، شمالي، لوېديځو او مرکزي ولايتونو اړوند ۱۹۴ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي چې د پولیو ویروس خپرېدو له خطر سره مخ دي.



