کورنيو چارو وزارت: د بیا رغونې ۱۱۸ پروژو کارونه به ژر پيل شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۱ل)
د کورنیو چارو وزارت د بیا رغونې (۱۱۸) منظورې شوې پروژې د نیږدې ۳ دری میلیارده افغانیو په لګښت د پلي کیدو په حال کې دي.
د کورنيو چارو وزارت اړوند د جزو تامونو، قوماندانيو، قطعاتو، د لوريو لارو او پوستو د بيا رغولو چارې پيل شوي دي.
د کورنيو چارو يادې رغنیزې چارې به د درې مياشتو په لړ کې بشپړې شي.
کورنيو چارو وزارت وايي، د يادو پروژو د پرانيستلو په لړ کې ددغه وزارت د تعميراتو لوی رياست نظامي مرستيال مل پاسوال مولوي الهام الدين عمري ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان ولايتونو او تورخم بندر کې يادې پروژې پرانيستلې.



