د لوړو زده کړو وزير له دندې ګوښه او پر ځاي يې شيخ ندا محمد وټاکل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وزير شيخ عبدالباقي حقاني له دندې ګوښه او پر ځاي يې د کابل مخکينی والي ټاکل شوی دی.

د ا.ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد په خپل رسمي ټويټر اکاونټ ليکلي، چې (د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د کابل ولایت مخکنی والي شیخ ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په حیث وټاکل شو.)

شيخ ندا محمد نديم د اسلامي امارت په ليکو کې تر دې مخکې د ننګرهار والي او دغه راز په بېلابېلو ولايتونو کې يې نظامي دندې مخته وړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button