سور صليب: سږ کال مو په افغانستان کې خپل فعاليتونه د تېر کال په پرتله دوه چنده زيات کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر ايلوا فيليون (Eloi Fillion) د دغه وزارت له سياسي معين ښاغلي شير محمد عباس ستانکزي سره ليدلي دي.

ايلوا په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړي او ويلي دي: چې ياد سازمان په افغانستان کې له اوکراين وروسته د نړۍ په کچه تر ټولو لوی عمليات لري.‌

‏ايلوا زياته کړې، چې د روغتونونو، روغتيايي روزنيزو ادارو او توقيف خانو اړوندو خدمتونو تر څنګ د اوبو او انرژۍ، کرنې او بشري مرستو برخې ته هم خپل فعاليتونه پراخوي په وينا يې سږ کال يې په افغانستان کې خپل فعاليتونه د تېر کال په پرتله دوه چنده زيات کړي او په ۲۰۲۳م کال کې هم د دغې کچې ساتنې نيت لري.

ښاغلي ستانکزي د سره صليب له کميټې د هغوی د مرستو مننه کړې او ويلي دي چې د ا.ا.ا هڅه کوي څو ددغه سازمان لپاره لا مناسب چاپيريال رامنځته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button