کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۱ل)
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د کرېکټ د شلو اوره نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ تمریناتي لوبه ترسره شي.
دا سيالي د اسټرالیا په بریسبېن (Brisbane) ښار د کرېکټ په میدان کې ترسره کېږي چې کرکټ مسولينو په وينا نن چهارشنبه د کابل پر وخت د سهار ۷ نیمې بجې پیل شوې ده.
د يادونې ده، چې افغانستان تېره دوشنبه په خپله لومړۍ تمریناتي لوبه کې بنګلهدېش ته ماتې ورکړې وه.
کرکټ بورډ وايي، افغانستان خپله لومړۍ رسمي مسابقه راروانه شنبه د انګلستان په وړاندې کوي.


















