روسيه: په يوه استوګنیز بلاک د جيټ الوتکې غورځېدو پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ تله، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، روسيه کې په يوه استوګنیز بلاک د جيټ الوتکې غورځېدو پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

پېښه د روسیې سویل کې د کرسنادور سیمې ییڅک ښار استوګنیزه سیمه کې رامنځته شوې چې د چارواکو په وينا «سوخو ۳۴» جنګي جيټ الوتکه لوېدلې ده.

مسوولين وايي، دا الوتکه سیمه کې له یوه استوګنیز بلاک سره جنګېدلې چې له کبله یې څو پوړونو اور اخیستی دی.

راپورونه وايي، ياده پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت وايي دا سوخو-۳۴ جنګي جټ الوتکه د دوشنبې ماښام مهال پر تمریناتي الوتنې بوخته وه چې یوه ماشین کې یې اور اخیستی.

دغه وزارت د دې پېښې په تړاو اعلامیه کې زیاته کړې چې دواړو پیلوټانو د الوتکې تر لوېدو وړاندې د پراشوټ په وسیله ځانونه ژغورلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button