د تاجکستان ولسمشر وايي؛ له افغانستان سره پر پوله نور امنیتي تاسیسات هم جوړوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۱ل)

تاجکستان ويلي، چې له افغانستان سره پر پوله په خپل هېواد کې د خپلو پوځي تاسيساتو شمېر زياتوي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ويلي، د امنيتي ګواښونو له کبله له افغانستان سره پر پوله سلګونه امنیتي تاسیساتو ته اړتیا لري.

نوموړي دغه څرګندونې په پلازمېنه دوشنبه کې يوې نړيوالې غونډې ته په خپله وينا کې وکړې او زياته يې کړه:«له افغانستان سره د تاجکستان پولې اوږدو کې تېرو دوو کلونو کې ۱۷۵ سرحدي تاسیسات چمتو شوي او د ۳۰ نورو ورته تاسیساتو ودانیزې چارې روانې دي چې شمېر به يې ۴۰۰ ته ورسېږي.»

په ياده غونډه کې د ۶۰ هېوادونو او نړیوال سازمانونو استازو برخه اخیستې وه، له افغانستانه مرکزي اسیا ته د وسله والو احتمالي ننوتو خطر موضوع ارزونه وشوه

تاجکستان له افغانستان سره ۱۴۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري.

مربوطه مطالب

Back to top button