سوریه کې روانې نښتې؛ ۵۸ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۱ل)
د سوريې له شمال ورکړل شوي راپورونه وایي، چې دغلته له تېرې يوې اونۍ راهيسې د حکومتي ځواکونو او القاعدې سره د تړلو وسله والو ډلو تر منځ نښتې روانې دي چې د ځينو غير دولتي بنسټونو د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله پکې ۵۸ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د سوريې د بشري حقونو يوې څارډلې، چې له برېتانیا فعاليت کوي، پرون د يوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې د سوريې په شمال کې روانې نښتې په تېرو څلورو کلونو کې بې ساري دي.
دې ډلې ويلي، چې القاعدې سره د تړلو وسله والو ډلو او حکومتي ځواکونو په نښتو کې تر دې مهاله ۴۸ وسله وال ۵ ملکي وګړي، او ۷ ته حکومتي پوځیان وژل شوي دي.
په وژل شويو وسله والو کې هم ۲۸ د “تحرير الشام” غورځنګ غړي دي چې القاعده يې مشري کوي.
د سوريې د بشري حقونو څارډلې ويلي چې تر دې خونړیو نښتو وروسته د سوريې پر ځینو هغو سیمو حکومتي پوځیانو ولکه ټينګه کړې چې وړاندې تر دې د تحریر الشام وسله والې ډلې تر کنترول لاندې وې.
په ورته مهال تحریر الشام وسله والې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره منلی، چې د روسیې د سختو بمباریو له امله یې وسله والو په تکتیکي ډول له ځينو سیمو شاتګ کړی دی.



