کابل کې د انسان تښتوونکو درې کسيزه ډله او هرات کې ۳ وسله وال غله نيول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په کابل او هرات کې يې انسان تښتوونکي او غله نيولي دي.

کورنيو چارو وزارت په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې د کابل ښار د شپاړلسمې ناحيې له مربوطاتو يې د انسان تښتوونکو يوه درې کسيزه ډله نيولې ده.

خبر کې راغلي، چې له يادو انسان تښتونکو څخه يې دوه تنه ازاد چې يو ماشوم يې له يوه خصوصي روغتون څخه تښتولی و چې له پيدا کېدو وروسته خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

کورنيو چارو وزارت وايي، يو بل تن چې له پنځلسمې حوزې اختطاف شوی و، او له کورنۍ يې پيسې غوښتل کېدې چې په اتمه ناحیه کې له انسان تښتوونکو ازاد شو.

دغه راز ياد وزارت وايي، چې د هرات امنيتي ځواکونو درې تنه وسله وال غله د دغه ولايت په اتمه حوزه کې نيولي دي.

د نيول شويو غلو څخه يوه تفنګچه، درې موټر، مبايلونه او نقدي پيسې ترلاسه شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button