د اسراييلي عسکرو له خوا د پنځو فلسطينيانو وژل؛ د امارت او فلسطيني چارواکو ناسته

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د فلسطین اشغال شوې لوېدیزه غاړه کې اسراییلي اشغالګرو ځواکونو د عملياتو پر مهال ۵ فلسطینیان وژلي دي.
اسراییلي اشغالګرو ځواکونو دغه عملیات شمالي نابلوس ښار کې د عرین الاسود یا د “زمریانو ځالې” په نوم د یوې نوې جوړې شوې وسله والې ډلې غړو خلاف کړي دي.
زمریانو ځاله ډله تر هغې وروسته جوړه شوه چې اسراییلي ځواکونو لوېدیزه غاړه کې چاپو او د فلسطینیو وسله والو خلاف عملیاتو ته دوام ورکړ.
اسراییلي اشغالګرو ځواکونو ويلي، چې دا عملیات یې د نابلوس زاړه ښار کې پر یوه اپارتمان کړي چې وسله والو ترې د دوی په وینا د بم جوړولو فابریکې او مرکز په توګه ګټه اخیسته.
خو فلسطینیانو د دې چاپې پر مهال پر لوډسپیکرو په عامو خلکو غږ کړی چې د خپل ښار دفاع ته راووځي.
تر دې وروسته لسګونه ځوانان لارو کوڅو ته راوتلي او له اسراییلي ځواکونو سره سخته وسله والو نښته شوې چې دغه ۵ فلسطینیان پکې وژل شوي.
په يوه بل خبر کې ويل شوي چې افغان او فلسطيني چارواکو د فلسطین اوافغانستان په اوضاع خبرې وکړې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد او ورسره پلاوي د فلسطین هېواد د حماس ګوند د سیاسی دفتر مشراسماعیل هنئه او مل پلاوي سره کتلي دي، چې دواړو خواوو د فلسطین اوافغانستان پر اوضاع خبرې کړي دي.
په دې کتنه کې افغان استازو د فلسطین اواقصی قضیه د ټول امت ستونزه بللې او دفلسطینیانو له داعیې څخه یې حمایت کړی دی.



