دمجاهد دوهم غوره صفت؛ تقوا

حسان مجاهد
اللهﷻ فرمايي{ياايهالذين امنوا اصبروا وصابروا ورابطوا واتقوا الله لعلکم تفلحون}
ژباړه: ای مؤمنانو! په تکاليفو صبر کوئ، له کفارو سره په مقابله کې استقامت کوئ، د احتمالي جګړې پر مهال ددښمن په وړاندې تيار اوسئ او په هر حال کې له اللهﷻ څخه وويريږئ، دا ټول ددې لپاره چې تاسې په کامله توګه کامياب شئ.
بايد وويل شي چې په آيت کې لومړني دوه کارونه (په تکاليفو صبر او په جګړه کې استقامت) مجاهدینو په کامله توګه انجام کړو. پاتې دوه وروستي کارونه (دبلې احتمالي جګړې په وړاندې تياری او له اللهﷻ څخه همیشه ويره) دې ته باید دمجاهدينو خاصه پاملرنه وي.
د تقوا ساده مفهوم دادی چې داللهﷻ ټول حکمونه عملي کړل شي او له ګناهونو څخه ځان وساتل شي. مجاهد بايد دغه دواړه کارونه ترسره کړي.
په حکمونو عمل
اللهﷻ فرمايي: { الذين ان مکناهم في الارض اقاموا الصلاة واتوا الزکاة وامروا بالمعروف ونهوا عن المنکر}
ژباړه: هغه کسان چې موږ په ځمکه کې حکومت او اقتدار ورکړو؛ نو دوي لمنځونه کوي، زکاتونه ورکوي، په نيکي سره امر کوي او له بدو خلګ راګرزوي.
په آيت کې چې اللهﷻ له اقتدار او حکومت وروسته څلور مهم عبادات ذکر کړ؛ نو دا ترې څرګنده شوه چې حکومت او جهاد مقصود بالذات نه دي بلکې دا دواړه د ديانت/دينداري اسباب دي. داسې به نه وي چې دحکومت او سیاست لپاره په دیني احکامو کې نقص رامنځته شي، دمثال په توګه يو مجاهد لمونځ له دې امله وځنډوي چې په پيره، نظم او يا بله کومه دنده مصروف وي. اوس چې اللهﷻ مجاهدينو ته اقتدار ورکړ؛ نو دوي بايد دټولو شرعي احکامو پابند وي، فرائض څه چې دنفلي عباداتو هم باید پوره اهتمام وکړي، لکه پنځه وخته په جماعت لمونځ، دقرآن کريم تلاوت، دسهار او ماښام مسنون اذکار او دشپې لخوا تهجد کول. دصلاح الدين ايوبي فوځ به دشپې لخوا تهجد کاوه او دورځي جهاد، يوازې دوه پوځيان يې له لښکره ځکه ويستل شو؛ چې د شپې تهجد يې نه کاوه، په دې خاطر چې ممکن ددوی له امله اللهﷻ پر موږ خپل رحمت بند کړي.
له ګناهونو پرهيز کول
دمجاهدينو لپاره مهمه داده چې له ګناهونو څخه پرهيز وکړي او د کولو په صورت کې اللهﷻ ته ژر توبه وباسي، په ځانګړي توګه دټليفون له استعمال سره باید ډير محتاط اوسي؛ ځکه نن ورځ غربي میډیا دمسلمانانو د بې لارې کولو لپاره ډيري دفحشا دروازې خلاصې کړې دي او اکثره خلګ دټليفون غلط استعمال له کبله په ډيرو ګناهونو کې ښکیل دي.
دا يوه مسلمه خبره ده چې کله هم اسلامي لښکرونه په ګناه اخته شوي؛ بیا يې د بریا ورځ نه ده ليدلې او په کومه ورځ چې لښکرونه له ګناه پاک شوي دي؛ بیا يې فتوحاتو ټوله نړۍ راګير کړې ده.
مجاهدين بايد تر دښمن له ګناهونو ډير په ويره کې شي؛ موږ چې په دښمن بريالي کيږو؛ دبریا راز يوازې په دې کې ده چې دښمن مو داللهﷻ نافرمانه دی او موږ داللهﷻ اطاعت کونکي یو، کله چې موږ هم د دښمن په څېر داللهﷻ نافرماني وکړو؛ بیا نو له دښمن سره زموږ توپیر په څه کې ده؟! بلکې دښمن مو په شمېر او مادي قوت کې تر موږ ډير غښتلی ده.
تاریخ دا ثابته کړې ده؛ چې کله مسلمانان ددنیا حب اخيستي او له اللهﷻ سره يې تعلق کم شوی ده؛ فورأ دښمن پرې غالبه شوی ده.
ځکه نو کفار له اوږدو جګړو وروسته دې تجربې ته ورسيدو چې کله مسلمانان په ايماني روحیه او معنوي قوت سمبال وي؛ په دوي باندې زموږ بریا ناشوني ده؛ نو يې تل له مسلمانانو د معنوي قوت دسلبولو هڅه کړې ده. دې پلان ته درسیدو په موخه يې په مسلمانانو کې فحاشي عامه کړې تر څو په ګناه سره دوی له معنوي قوته بې برخي او دالهي نصرت مستحقين ونه ګرځي.
عیسویانو په اسلامي اندلس څو ځله حملې وکړې؛ خو بریالي نشول، بلآخره عیسویانو یوه داسې طرحه چمتو کړه، چې له خې یې د مسلمانانو مشران بې لارې کړل، هغه په دې ډول، چې ښایسته پېغلې انجونې یې له مختلفو لارو د مسلمانانو د امیرانو تر څنګه ورسولې، په دې سره دوی بریالي شول او د مسلمه امت رهبرۍ تر اخلاقي فساد لاندې راغله، چې په پایله کې په کال ۱۴۹۲م کې عیسویانو یو ستر هجوم راوړ او اته سوه کلن مذهبي اندلس یې د مسلمانانو له لاسه د تل له پاره ووېست. د دغه ستر هجوم په پایله کې یولک مسلمانان شهیدان شول او پاتې نور ټول سر او مال تسلیم شول.
دا وې د ګناهونو پایلې!
اللهﷻ فرمايي {عسى ربكم أن يهلك عدوكم و يستخلفكم في الأرض فينظر كيف تعملون}
الأعراف.
ژباړه: ژر ده چې ستاسې دښمن به اللهﷻ ذليله کړي بیا نواللهﷻ ګوري چې تاسې څه کوئ؟ ګناه کوئ او که اطاعت؟!
اوس چې اللهﷻ زموږ دښمن ذليله کړ نو اعمال مو د اللهﷻ تر څارنې لاندې دي، راځئ چې تقوا اختيار کړو او له ټولو ګناهونو په کلکه ځان وساتو، تر څو دا مبارک نظام زموږ دګناهونو له امله زائل نه شي او لاسته راغلې سوبه تلپاتې وګرځي.



