وانګ یو: چين د افغانستان د نوي حکومت ملاتړ کوي او نيمګړې پاتې پروژې بشپړوي

وانګ یو: چين د افغانستان د نوي حکومت ملاتړ کوي او نيمګړې پاتې پروژې بشپړوي
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۱ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان له پاره د چین سفیر ليدلي او د افغانستان- چین ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو او ددې پروژو د عملي چارو پر پیل يې خبرې کړي دي.
ملابرادر ويلي، چین په نړیوال اقتصادي فورم کې اوسمهال تر ټولو ښه ځای لري او اسلامي امارت د چین له حکومت څخه غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د چين له هېواده يې غوښتي، څو افغانستان د «یو کمربند او یوه لار» پروژه کې ور داخل کړي.
د چین سفیر وانګ یو د خپلو خبرو پر مهال ويلي، چین له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا غواړي او په هر حالت کې د نوي حکومت ملاتړ کوي.
نوموړي زياته کړې:«چین په همدې موخه په پلان کې لري چې ډېر ژر به په هغو پروژو چې د چین له لوري پیل شوې وې، عملي کار پیل کړي او همدارنګه هغه نورې لویې پروژې چې د نړېوال بانک یا هم د آسیا پراختیایي بانک له لوري تمویلېدې او اوس نیمګړې پاتې دي، غواړي بشپړې کړي».



