پکتيکا کې د ۷ زخيروي بندونو ۳۰ سربندونو او کانالونو سروې ترسره شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ لړم، ۱۴۰۱ل)
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې پکتیکا ولایت کې د اوبو ذخیروي بندونو، چکډمونو، استنادي دیوالونو، سربندونو، کانالونو او کاریزونو سروې ترسره کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور ته په منسوب ټويټرپاڼه ليکل شوي، چې د ګوملې فرعي سیندیزې حوزې مسؤلینو په ګوملې ولسوالۍ کې د ۷ چکډمونو ، اوبو ذخیروي بندونو، ۳۰ سربندونو ،کانالونو ، ۴ استنادي دیوالونو او د ۳ کاریزونو سروې ترسره کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، چې د یادو سیندونو د اوبو په کنترلولو او د یادو ذخیروي بندونو، چکډمونو، استنادي دیوالونو، سربندونو او کاریزونو په جوړېدو سره به د دغه ولایت د اوبو ډېره برخه تر مدیریت لاندې راشي او ګاونډې هېواد ته به د میلیاردونو متر مکعب اوبو له تلو څخه مخنیوی وشي.



