کابل ټکی کام (۲۱ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
راپورونه وايي چې د افغانستان په شمال کې دزیاتو واورو له امله زیاتره لارې تړل شوي دي چې ددې له جملې څخه یوه هم د سالنګ لویه لاره ده چې شمالي افغانستان له پایتخت کابل سره تړي.
د سالنګونو د لوی لارې مسؤل جنرال محمد رجب رسنیو ته ویلي دي چې د تېرې شپې راهیسې په سالنګ کې سخته واوره وریږي چې له کبله یې د سالنګ لویه لاره تړل شوې ده.
هغه وايي چې دا کار یې پدې موخه کړی دی ترڅو د خلکو ژوند وژغورل شي او پرېنږدي چې څوک د پدې خطرناکو لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
نوموړي همداراز د هغه چپه شوي بس یادونه وکړه چې نن ورځ د واورې د ورښت سره سره یې سفر ته زړه ښه کړی و او ټایرونو ته یې ځنځيرونه هم نه و تړلي.
پدې بس کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ټپيان شوي وو او درې کسان وژل شوي.
رجب وايي که چېرې موټر چلوونکي د ترافیکو قوانین په پام کې ونه نیسي نو کېدای شي له خطرې سره مخ شي.
















