یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

لمونځ څرنګه اداء کړم؟ (لومړی برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
فبروري 10, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
15
ځلې شریک شوی
191
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د لمانځه فضيلت

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي : د اسلام بنياد په پنځو شيانو دى :

(١) د توحيد او رسالت اقرار کول :

(٢) د لمانځه کول :

(٣) د زکات ورکول :

(٤) د رمضان المبارک مياشتې روژې نيول :

(٥) د وس او طاقت درلودلو په حال کې حج کول.

نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي : د ايمان او کفر په مينځ کې لمونځ حد فاصل دى (مسلم شريف).

نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي : چا چې قصداً لمونځ پريښود هغه کافر دى (مشکوة)

حضرت ابن مسعود = فرمايي : ما يو ځل له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې الله تعالى ته په ټولو عبادتونو کې کوم يو عبادت ډير غوره دى؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : چې لمونځ  د الله تعالى ‘ په نزد د يوه لمانځه ډيره لويه رتبه دى، هيڅ عبادت د الله تعالى په نزد له لمانځه څخه ډير خوژ نه دى، الله تعالى ‘ په خپلو بندګانو باندې پنځه وخت لمونځ فرض کړى دى، د هغو د کولو ډير لوى ثواب دى او د هغو د پريښودو ډير وبال دى، په حديث شريف کې راځي : څوک چې په ښه طريقه اودس وکړي او زړه له اخلاصه په ښه طريقه لمونځ وکړي، د قيامت په ورځ به الله تعالى د هغه واړه او غټ ګناهونه ټول وبخښي او جنت به ورکړي، او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : لمونځ د دين ستنه دى، چا چې لمونځ په ښه طريقه وکړ هغه د دين سنته ودروله او چا چې دغه سنته وغورځوله (يعنې لمونځ يې نه کولو) هغه دين برباد کړ، او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي : د قيامت په ورځ به لومړى د لمانځه په هکله پوښتنه کيژي او د لمونځ کونکو لاسونه، پښې او مخونه به د قيامت په ورځ د لمر په څير پړقيژي او څوک چې لمونځ نکوي هغه به له دې دولت څخه محرومه وي او د لمونځ کونکو حشر به د قيامت په ورځ له نبيانو، شهيدانو او وليانو سره کيژي او څوک چې لمونځ نکوي د هغوى حشر به له فرعون، هامان، قارون او له نورو غټو کافرانو سره کيژي، له دې غټه خبره کومه يوه ده چې څوک لمونځ نکوي د هغوى حشر به له فرعون سره کيژي لمونځونه تر ټولو دمخه لومړی چا اداء کړي؟

د هدايه په شرح عيني کې راغلي چې د سهار لمونځ تر ټولو دمخه لومړی حضرت آدم عليه السلام هغه وخت اداء کړی کله چې له جنت څخه راووت او د شپې له تياره څخه وروسته رڼا شوله، د ماسپښين لمونځ تر ټولو دمخه لومړی له زوال وروسته حضرت ابراهيم عليه السلاماداء کړی او دا يې هغه وخت اداء کړ کله چې حضرت ابراهيم عليه السلام ته د خپل لختې جګر اسماعيل عليه السلام د ذبح کولو حکم وکړی شو، د مازديګر لمونځ تر ټولو دمخه لومړی حضرت يونس عليه السلام اداء کړی او دا يې هغه وخت اداء کړی کوم وخت چې د ماهي له نس (خيټې) څخه روغ سلامت راووت، د ماښام لمونځ تر ټولو دمخه لومړی د شکرانه په ډول حضرت عيسی عليه السلام اداء کړی او د ماسخوتن لمونځ تر ټولو دمخه لومړی حضرت موسی عليه السلام هغه وخت اداء کړی کله چې دی عليه السلام له مدين څخه وتلی وو، دا وخت پر مونږ ټولو مسلمانانو باندې دغه پنځه لمنځونه فرض دي ([صلى الله عليه وسلم]).

د لمانځه طريقه

پوښتنه :د لمانځه کولو طريقه څه ده؟

ځواب : د لمانځه کولو طريقه دا ده ! اودس وکړئ، پاک کالي واغوندئ، په پاک ځای مخ په قبله ودريږئ، د لمانځه نيت وکړئ، دواړه لاسونه غوږونو ته پورته کړئ الله اکبر ووايئ، بيا دواړه لاسونه له نامه لاندې داسې وتړي چې ښی لاس له پاسه او چپ لاس د لاندې راشي، په لمانځه کې په آدب سره ودريږئ، يوې او بلې خوا ته مه ګورئ، د الله تعالی لور ته ځير اوسئ، د لاس له تړلو څخه وروسته  ثناء ولولئ، يعنې سبحانک اللهم وبحمدک وتبارک اسمک وتعالی جدک ولا اله غيرک، بيا تعوذ يعنې اعوذبالله من الشيطن الرجيم او تسميه يعنې بسم الله الرحمن الرحيم ولولئ او الحمد لله شريف ولولئ او ورپسې په پټه آمين ووايئ، بيا سورت اخلاص يا بل کوم سورت ولولئ او له هغه څخه وروسته الله اکبر ووايئ او رکوع ته ښکته شئ او دواړه ګونډې په لاسونو ټينګې ونيسئ، په دې وخت کې دری واره، يا پنځه يا اوه واره ( سبحان ربی العظيم) ووايئ،بيا تسميع ( سميع الله لمن حمده) ووايئ، بيا تکبير ووايئ او سم ودريږئ او تحميد ( ربنا لک الحمد) ووايئ، وروسته سجدې ته داسې ولاړ شئ چې لومړی دواړه زنګنونه پر ځمکه کيږدی، بيا دواړه لاسونه او د دواړو لاسونو په مينځ کې اول پوزه او بيا تندی کيږدئ، په دې وخت کې دری، پنځه يا اوه واره ( سبحان ربی الاعلی) ووايئ، وروسته تکبير الله اکبر ووايئ او سم کينئ، بيا به تکبير الله اکبر ووايئ او دوهمه سجده به هم په همدغه طريقه وکړئ، بيا به تکبير الله اکبر به ووايئ او بل رکعت ته به پورته شئ، خو د پورته کيدلو په وخت کې پر ځمکه لاسونه مه لګوئ.

دويم رکعت هم په همدغه طريقه وکړئ، د رکوع او سجدو له کولو څخه وروسته کينئ او تشهد ( التحيات) ولولئ، که لمونځ دری رکعتيز يا څلور رکعتيز وو نو د تشهد ( التحيات) له لوستلو څخه وروسته بيا پورته شئ او هغه نور رکعتونه پوره کړئ او د تشهد ( التحيات) له لوستلو نه وروسته درود شريف او ورپسې دعا ولولئ او سلام وګرځوئ، او که لمونځ دوه رکعتيز وو نو د تشهد ( التحيات) له لوستلو نه وروسته درود شريف او دعا ولولئ او سلام وګرځوئ، لومړی ښي لور ته او بيا چپ لور ته مخ وګرځوئ، د سلام له ګرځولو څخه وروسته (اللهم انت السلام ومنک السلام تبارکت يا ذاالجلال والاکرام) ولولئ، بيا د دعا لپاره لاسونه پورته کړئ، خو دومره چې له اوګو نه مو پورته نشي، له دعا کولو نه وروسته دواړه لاسونه په مخ باندې را تير کړئ

مخکینې مطلب

نږدې ده ، چې په شمال کې درې ولايتونه له سقوط سره مخ شې!

بل مطلب

د واورو د ورښتونو له کبله د سالنګ تونل د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com