ليکنه : مفتي عزيزالله سالک.
ديني عالمان په تېر اسلامي دور کې :
له شک پرته چې اسلامي امت بريا او نيک بختي او عزت يوازې د اسلام ترسيوري لاندې دی، او يوه اسلامي ټولنه خپله خوښي او خوشالي د عامو واکدارانو نه نشي ترلاسه کولاى څومره چې په اسلام سمبال واکدارنونه ترلاسه کولاى شي او هغه واکداران چې په الله پاک اوپه ورځ داخرت يې باور درلوده او د قرآن کريم او د پېغمبر صلی الله عليه وسلم په نيکو تګ لارو باندې يې مزل کاوه، اودخپل رعيت سره يوځاى خپلو جوماتونو ته دلمانځه لپاره روان وو،اود رعيت لپاره به يې خپلې دروازي پرانستي اودملاقات کونکوخلکو درنښت به يې کاوه ،اود عالمانو اوفقهاوواحترام به يې کاوه، اود دوى دنصيحت او لارښوونو ته به يې غوږ نيوه ،اود دوى نيوکو او وړانديزونه يې ډير په ورين تندي سره منل ،په جهاداوپه نورو اړينو چارو کې هميشه دخپل قوم مشرتابه وو، ځکه هغوى دابوبکرصديق په دې وينا باور درلوده چې (ماترک قوم الجهاد الاذلوا )
ژباړه: کوم قوم چې جهادته شاه وګرځوله هغوى به دزلت سره مخامخ شي ،نوله همدې امله دهغوى په وخت کې اسلامي فتوحات هم زيات وو، اودوى ددغو فتوحاتو لارښوونکي ووچې ټول ښارونه يې دزورواکو اوفسادکونکو څخه خالي کړل ،چې نښانونه يې اوس هم په نړۍ کې تر سترګو کيږي ،اونټه (انکار)ترې هيڅوک نشي کولاى ،مګرداسلام دښمنان اودهغوى غلامان اويا حاسد کونکي پرې سترګي پټوي کوم چې دکفارو دروغو ته درښتيا جامې وراغوندي اوهميشه دهغوى په چوپړکې وي.
تاريخ پوهانو په خپلو کتابونوکې کښلي دي چې دتاريخ په اوږدو کې که کوم يوواکدار داسلام دتطبيق کولونه سرغړونه کړي، نو علماوو کرامو دخپلې واجبې دندې سره سم يې دهغه مخي ته ولاړ اومخه يې نيولي دي .
نوکله چې يوواکدار ناوړه کار ترسره کوي په قصدسره کړي وي يايې په تيروتنې اوغلطي سره وي، نو په علماء واجب دي چې دهغه مخه ونيسي ،اوبلکي دابه دهغه سره يوډول مرسته بلل کيږي ،
پيغمبر صلی الله عليه وسلم ويلي دي :٠انصر اخاک ظالما او مظلوما ،قلت يارسول الله انصره مظلوما فکيف انصره ظالما ؟قال :تمنعه من الظلم فذالک نصرک اياه.
ژباړه: دخپل ظالم اومظلوم ورور مرسته کوه صحابي وويل: اى دالله رسوله! زه خو دمظلوم ورورمرسته کوم نو دظالم مرسته څنګه وکړم؟ وويل:هغه چې دظلم څخه منعه کړي دا هغه سره ستامرسته ده.
او دعلماوو صلاح اومشهوري اووړانديزونو اوتنکيدونوپرته يوحاکم نشي بريالى کيدى ،ځکه هغه داسلام په خپريدو اوپه تطبيق داحکامو اودهيواد په امن اودوګړو دحالاتو په ښه کولو کې علماوو ته اړ دي،
لکن ځيني حاکمان چې دعلماوو دغه مرتبه نشي زغملى اودعلماوو فکرونواونظرونو سره همغږي نه خو ښوي، سترګي پرې پټوي ،له همدې امله کومو پاچاهانو چې دعلماوو سره په صلاح اومشورو يې خپله وکداري کړي کومو چې په تاريخ کي اوس هم يادونه کيږي، اود هغوى قيصي کيږي ،نواسلام ته يې هم خيرښيګڼه رسيدلي، اوعامو مسلمانانو ته يې هم ،ځکه هغوى اسلام هم له عقيدي پلوه خپرولو اوهم له نظام له پلوه ،اودليل يې داده :
په يواسلامي حکومت کې چې څوک عملي اسلامي نظام تطبيق کوي هغه دوه کسان دي :
لومړي قاضي: هغه څوک چې دخلکو شخړي او جګړې له منځه وړي، اوددوى په مينځ کې لازمي اوعلمي فيصلې کوي .
دوهم :هغه څوک دي چې په خلکو باندې حکومت کوي بياکه هغه حاکم بلل کيږي ياامير المؤمنين اويا امام اويا پاچا .
کوم چې قاضي دي ،له شک پرته کومو قاضيانو ته چې دقضا چارې سپارل شوي وي ،درسول الله له زمانې راونيولي تر عثمانيانو دحکومت اخري پوري، ټولې فيصلې اوپريکړې چې دخلکو شخړې به له مينځه ورسره تلي، داسلام داحکامو سره برابربه وي، بياهم که هغه شخړي به د عامومسلمانانو مينځ کې وي، اويابه شخصي ستونزي وي لکه:دواده،اوميراث،اويادراکړي ورکړي معاملوکې وي،داټولې به داسلام داحکاموسره سم فيصله کيدي،اوهيڅوک به داثابته نه کړي چې دو ى داسلام داحکامو په ټکر کې دخلکوفيصلې کړي دي ،اودليل پري هغه کتابونه دي چې اوس هم دعراق ،مصر ،اوشام ،استنبول په کتابتونونو کې خواندي دي ،
اودغه لړۍ ترهغه پوري روانه وه ترڅو حاکمان شرعي اوملکي اوغير شرعي ته وويشل شول، اوله هغه وروسته بيا ځينو واکدارانو خپلې پريکړي بې له اسلامي احکامو پيل کړي ،اوداپه کال (١٣٣٦)هـ (١٩١٨م)کوم وخت چې دمستعميره کفارو په لاس اخري اسلامي واکداري پاى ته ورسيده آن چې د ددوى په لاس جوړشوي قانونونه په کال ١٨٧٥م اسلامي هيوادونو ته رادننه شول ،لکه :دسزا ورکولو قانون ،دتجارت قانون ،اودحقوقو قانونه ،خوبياهم ددي پيلي کيدل په اسلامي هيوادونو کې داسې اسان کار هم نه و،خو کله چې لوى لوى علماوو ورباندي فتواورکړه چې دغه قانونونه داسلام مبارک دين سره سم ،اومخالف نه دي نوبيايې تطبيق کول اسان شول،خوبياهم علماووددې لپاره چې دپرديو په لاس جو ړ شوى قانون په اسلامي هيوادونوکې پيلى نشي نو (المجله )نامې اسلامي کتاب يې دخپلو معاملاتو لپاره يو اساسي قانون وټاکه .
خوداټول په څرکند ډول راښايې چې دهغه وخت ټولو قاضيانوخپلې پريکړي داسلامي احکاموسره سم کولي اوپه اسلامي احکامو دعلماوو کرامونه بل هيڅوک ښه پوهيدو نکي نه وو،نوپه ډاډسره ويلو شوچې تيرشويواسلامي حکومتونو کې دقاضاډيري اهمي برخي سياست دعلماوو په لاس کې وو.
اوحاکم : کله چې يوحاکم داسلامي نظام پيلي کيدل غواړي، نوموړى پنځو لويو شيانو پاملرنې ته ډير اړدي
١ـــ ټولنيزمسائل .
٢ــــ اقتصادي مسائل.
٣ــــ دپوهنې چارې.
٤ـــــ دسياست داخله اوخارجه چارې .
٥ـــ قضائيه چارې .
داپنځه واړه ځوکۍ دحاکم له لورې په مختلفو پړاونو کې پلي کيږي .
لومړي ټولنيز مسائل چې په بله اصطلاح ورته شخصي مسائل هم وايې لکه :دخاوند تړاودخپلې ميرمنې سره ،دنکاح، طلاق اونفقي له پلوه اوددې سره تړلي نور ډيرمسائل شول ،چې شتون يې په تيرشويواسلامي حکومتونو کې هم وه، او په ډیر منصفانه ډول پلي شوي دي .
دوهم اقتصادي مسائل :
ددې غورچاڼ په دوو مسئلو کې رانغښتى دي:لومړی حکومت (دولت )دخلکونه په کوم ډول مالونه اوشتنمۍ راغونډې کړي؟ دوهم اوپه کوم ډول يې خرچ کړي؟کوم چې راغونډول دمالونو دي نواسلامي حکومت به دخلکونه هغه زکاتونه چې د ددوى په شتمنيو ياځکمو اويا دسوداګرۍ په سامان اويادڅارويواوياپه ميووکې واجب شوي وي دزکات په بڼه راغونډکړي، اوداسلام داحکاموسره سم يې په هغه چا وويشي چې څوک يې داخيستلو وړ وي، اوهمداسې دکفاروڅخه جزيه اوخراج اخيستل ، او ددولت دولکي لاندې کوم معدنونه اوياخزاني دي هغه هم بيت المال شميرل کيږي.
اوهرچې دپوهنې چارې دي: نواسلام اولنى دين دي چې بنسټ يې په زده کړه باندي ولاړدي اودزده کړو پرمهال ديواسلامي عقيدي په زده کولوډير زوراچوي ،اوبل دهغه مسائلوچې انسان ژوند سره تړلي وي او بل داسلامي عنعناتو زده کو ل اودداسې ډيرګڼو نوروعلومو زده کول اړين بولي،اوپه هغه وخت کې ټول اسلامي هيوادونه دديني اوعصري زده کړو کلک مرکزونه بلل کيدل ،چې پکي لوى لوى پوهنتونونه اومکتبونه ،اومدرسې ودانې وي ،د کومونه به چې لوى لوى عالمان اوډاکټران ،اوانجينران اوفلاسفه، اومفکرين فارغ کيدل چې داټول به دعلماوو کرامو ترڅارنې اونظر لاندې وو
داخله اوخارجه چارې :
دسياست داخلي دارمدار هم داسلام دين په پلي کيدوپوري تړلى دي اودا هغه وخت په خپلو پښو ولاړيږي څوپوري چې داسلام دين په هغه هيواد کې ولاړپاتي وي، ځکه اسلام دپرديو په لاس جوړ شوي نظامونو باندي خوښ نه دي.
اودخارجي سياست له پلوه هم داسلامي هيوادونو اړيکي دنوروهيوادو سره هم داسلام دين په بنسټ تړلې وي،د بلکي په بڼه دراکړي ورکړي دصادراتو او وريداتو ،اود بنديزونو لږول اولري کول اوداسې نوري سياسي چاري د اسلام دين په بنسټ ولاړي وي ،دشک پرته په دې ټولو کارونو کې ترټولوزیاته ونډه دعلماوو وه .
اوپه تيرواسلامي حکومتونو کې دحکومت طرز اوتکتيک يې اسلامي بڼه لرله اودحکومت بنسټ یې په اوو لويو ارګانونو ولاړ و :
لومړي:خليفه
دوهم :مرستیال
دريم :واليان
څلورم : قاضيان
پنځم :پوځ
شپيږم :اداري چارې .
اووم :مجلس الشورى)
اوداټول په تېرواسلامي حکومتونوکې په ښه ډول فعال وو، اسلامي امت دمديني منورې له پېر نه رانيولې ترننه په دوى باندې خليفه ټاکل شوي دي ،که څه هم په ځينو حکومتونو کې دامشران په سلطان او ملک هم نومول شوي دي،اودهغوى معاونينو هم په ټولو حکومتونو کې وجود درلوده، اګر که دوى هم په ځينو حکومتونو کې دوزيرانو ) په نوم ياديدل لکه دعباسيانو په دورکې او واليان يا اداري چاري هم هغه مهال په ښه ځواکمنه بڼه تر سره کيدلې، چې په اوسنيو اسلامي حکومتونو کې یې هم بیلګې تر سترګو کيږي .
اودجيش (پوځ )ځواکونه ددې شتون هيڅ دليل ته اړتيا نه لري، ځکه چې اسلام ددومره ګڼواولويو فتوحاتو شاهد دي نو خامخا به یې دو مره ځواک درلود چې ټوله کفري نړۍ يې ويرولي وه .
مجلس الشورى دخلفاءراشدينو په وخت ځيني ځانګړې او ماهر کسان وو چې په ځينو وختونو کې داهل الحل و العقدپه نوم ياديدل وجوددرلوده، چې دوى به ددغو کسانو نه مشهوري اخيستلي اوځينو به دخپلو معاوينينوڅخه اخيستي خوبياهم دمجلس الشورى يوه نښه موجوده وه اګرکه په دې وروستيو وختونو کې يوڅه نقصانونه هم پکي رامنځ ته شول ،اوهغه داچې يوه داسلامي حکومت شورى ده ،اوبله دديمراتيک حکومت شورى دي، او ددوى تر منيځ توپيردادي چې داسلامي حکومت شورى درايې ورکولو وړ دي، خو دحکم د عملي کيدلو واک نه لري او د ديمراتيک حکومت شورى دحکم دپيلي کيدو واک هم لري .
بهرحال، ددې ټولو نه معلومه شوه چې تېرواسلامي حکومتونو هم مجلس شورى درلوده چې (اهل الحل و العقد )په نامه ياديده او زياتره ګډون کونکي اوغړي به يې په اسلام پوهه کسان وو چې دحکومت په چلولو کې به ترينه رايه اخيستل کيده، اوددوى درايې ورکولو وروسته به په ځانګړي توګه له هغوعلماوو نه بيا هم رايه اخيستل کيده، چې په اسلامي حکومت چلولو کې به یې ډيرلوى رول درلود.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بخاري شريف .
الاسلام بين العلماء والحکام ـ د عبدالغزيز البدري ليکنه.

















