شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ځوانانو ته د اسلافو وصیتونه

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 5, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
36
ځلې شریک شوی
446
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حسان مجاهد

_ابو اسحاق رح وايي: ای ځوانانو! ځواني غنیمت وګڼئ؛ په ما داسې ډيرې شپې تيريږي چې زه په کې زر آيتونه تلاوت کوم، سورة بقره په يوه رکعت کې لولم، د حرم دمياشتو، ددوشنبې او پنجشنبې په ورځ او له هرې مياشتې څخه درې روژې نیسم. ځوان بايد دځواني مرحله دعبادت لپاره ښه فرصت وګڼي!

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

_مالک بن دينار رح وايي: بې شکه خير ټول په ځواني کې ده. دی «رح» دې اشاره کوي چې ځواني د ستر برکت او خير مرحله ده، کوم ځوان چې دغه مرحله په عبادت او د امت په خير خواهي کې صرف کړي؛ ده دځواني قيمت درک کړ او کوم ځوان ته چې دځوانۍ قوت، دوخت فراغت، ډير مال او د وخت فتنې برابري شي؛ بیا نو دغه شيان دځوان لپاره ستر مهلکات دي.

_زید بن ابي الزرقاء رح وايي: موږ دسفيان ثوري رح په دروازه و چې دی راووت او موږ ته يې وويل« ای ځوانانو! دعلم د ترلاسه کولو لپاره ځواني غنیمت وبولئ!» ځکه په ځواني کې چې دعلم کومه لاسته راوړنه ممکنه ده؛ په بوډا توب کې هغسې نه ده ممکنه، ځواني ډيره په تيزۍ سره تيريږي؛ امام احمد بن حنبل رح وايي: زه ځواني هغه شي ته ورته ګڼم چې زما په لستوڼي کې وي او بيا يو دم رانه ورک شي.

_حسن بصري رح به ډير ویل: ای ځوانانو! آخرت وغواړئ (ځانونه ورته تيار کړئ!) ډير دآخرت طلب ګار مو داسې ليدلي دي چې، الله تعالی دنيا هم ورکړه، خو هيڅ ددنیا طلب ګار مو نه دی ليدلی چې آخرت يې هم په برخه شوی وي.

_ عقبه بن ابي حکيم رح وايي: موږ ته عون بن عبد الله رح وویل « ای ځوانانو! موږ ډير ځوانان وينو چې مړه کيږي، کښت چې سر ته ورسیږي؛ نو دريبلو وخت يې رانږدې شي او دځوان چې عمر تير شي مرګ يې رانږدې شي. يو شاعر وايي: «يعمر واحد فيغر قوما ** وینسی من يموت من الشباب» ژباړه: يو عمر خوړلی بسته قوم دوکه کړي(ډير ځوانان دبوډا په ليدلو سره خپلې چارې ځنډوي او وايي؛ زه چې ددې بوډا عمر ته رسېږم، ډير وخت لا پاتې ده) حال داچې ددوی مړه شوي ځوانان هير دي. ابن جوزي رح وايي: ځوان دي په خپله ځواني او قوت نه شې دوکه؛ ځکه بوډاګان کم مړه کيږي، ځوانان او ماشومان زيات مړه کیږي. موږ وینو چې هدیرې له ځوانانو ډکې دي.

_عبد الوهاب الثقفي رح وايي: موږ ته ايوب السختياني رح وويل « ای ځوانانو! کسب کوئ؛ ددې لپاره چې ددغو( مالدارو) دروازو ته اړ نشئ!» يعني ځوانان باید له تعليم سره ددنيا کسب هم زدکړي او په خپلو مټو زور واچوي، تر څو بیا نورو ته اړ نه شي.

_جعفر رح وايي: موږ دقبلې په خوا کې ناست و، چې ثابت بناني رح راووت او موږ ته يې وويل « ای ځوانانو! تاسې زما او زما درب ترمنځ مانع ياست چې زه خپل رب ته يوه سجده وکړم!» نن ورځ بعضي ځوانان په مسجد کې سره ټول شي، بې ګټي دنیوي خبري کوي، په خپله هم عبادت نه کوي او دنورو دعبادت خوند او خوشوع هم له منځه يوسي، اکثره ځوانان په مسجد کې د ټليفون له لارې خلګو ته اذيت رسوي. نو ځوانان بايد خپله هم عبادت وکړي او نور هم له عبادته ونه باسي.

_حسن بصري رح وايي: ای ځوانانو! له تسویف(دکار له ځنډولو څخه) ځانونه وژغورئ؛ یعني ژرده دا کار به کړم او ژرده دا به کړم. ځوانان دي په توبه او نورو نيکو کارونو کې ځنډ نه کوي؛ ځکه ډير کله په دې تمه ځواني ټوله تيره شي، بعضي خلګ دتوبې په ايستلو کې زړه نازړه شي آخر تر دې چې مرګ يې ميلمه شي.

_محمد بن يوسف وايي: په موږ ځوانانو به شپې مهال سفيان ثوري رح غږ وکړ « ځوانانو! پورته شئ لمانځه ته، هميشه خو به ځوانان نه یاست!»
مأخذ: (وصايا السلف للشباب)

لوی ټکي: اسلافحسانځواناننصیحتونه
مخکینې مطلب

ایران کې حکومت ضد لاریونونه؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱۴ ته ورسېد

بل مطلب

‏په زابل کې د بسکي 24 متره پل ګټي اخیستنې ته وسپارل شو

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com