جاپان: د شمالی کوریا بالسټیک توغندي امریکا ویشتلی شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۱ل)

د جاپان د دفاع وزیر ویلی: شمالی کوریا د اوږده واټن ویشتونکی یو بالسټیک توغندی (ای سی بی ایم) ازمویلی،چې د امریکا خاوره پرې ویشتلی شي.
دغه توغندی په سمندر کې د هوکایدو په ۲۰۱ کیلومترۍ کې را پرېوتی.
د سوېلی کوریا ولسمشر “یون سوک یول” د شمالي کوریا د مخنیوي لپاره د قوی ګامونو اخیستلو غوښتنه کړې ده.
وړمه ورځ د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر “چو سون هوی” د کوریا په ټاپو وزمه کې د امریکا د هر ډول پوځي فعالیتونو د زیاتوالی په اړه خبرداری ورکړی و.
په دغه ورځ د شمالي کوریا له خوا یو لنډ واټن وېشتونکی بالسټیک توغندی هم وتوغول شو.
دغه بدلونه وروسته له هغه رامنځ ته شول، چې تېره یکشنبه په کمبودیا کې د سویلی کوریا ولسمشر د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر “فومیو کیشیدا” سره وکتل.

Related Articles

Back to top button