
د پاکستان د نامتو دیني عالم مفتي محمد رفیع عثماني د مړینې په اړه د اسلامي امارت د خواشینۍ پیغام
کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۱ل)
بسم الله الرحمن الرحیم
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ ﴿١٨٥﴾
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پاکستان هیواد جید او مشهور ديني عالم او د دارالعلوم کراچي مهتمم حضرت مفتي محمد رفیع عثماني صاحب وفات شوی دی.
انا لله واناالیه راجعون
مرحوم عثماني صاحب خپل ټول عمر د الله تعالی د دين او شرعي علم د خدمت لپاره وقف کړی و، چې لله الحمد خپل مکلفیت يې په احسنه وجه ادا کړ، زرګونه شاګردان يې تر شا پريښودل او د ديني علم لپاره يې ستر خدمتونه وکړل.
د افغانستان اسلامي امارت د نوموړي وفات د پاکستان او ټول اسلامي امت لپاره ستره ضایعه بولي، مرحوم عثماني صاحب ته له الله تعالی څخه مغفرت او جنت الفردوس غواړي.
کورنۍ، متعلیقنو، شاګردانو او ټول علمي کهول ته له الله تعالی څخه په دې لوی مصیبت باندې د جمیل صبر او جزيل اجر غوښتنه کوي. آمین یا رب العلمین
د افغانستان اسلامي امارت
۲۴/۴/۱۴۴۴هـ ق
۲۸/۸/۱۴۰۱هـ ش ـ 2022/11/19 م



