چین: له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۱ل)
په کابل کې د چین سفیر “وانګ یو” د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر “ملا امیرخان متقي سره کتلي او پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
وانګ یو په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې د نوي افغان سرپرست حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو ته د اهمیت په نظر ګوري.
د چین سفیر د ژمي په رارسېدو سره د خپل هېواد له لوري د ژمنیو توکو د مرستو یادونه کړې،چې له اړوندو ادارو سره په تفاهم به د یوه میکانیزم په ترڅ کې له اړمنو افغانانو سره لازمې مرستې وکړي.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر له چین څخه مننه کړې ،چې د افغانانو د لاسنیوي په موخه یې د نیمه پاتې او نویو پروژو پیل ته چمتووالی ښودلی دی.
دغه راز ښاغلی متقي د چین وروستی اقدام وستایه، چې له افغاني محصولاتو څخه یې په سلو کې په ۹۸ د مالیی وړ توکو تعرفې صفر ته راټیتې کړې دي.



