کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د سوریې د پلازمینې “دمشق” اړوندو سیمو کې د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي بریدونو کې د حزب الله، سپاه پاسداران او حماس غورځنګ مرکزونه په نښه شوي چې په پایله کې یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه بریدونه چې نن یکشنبه سهار وختي ترسره شوي د سوریې د دولتي تلویزیون د راپور له مخې د یادو ډلو شپږ پوځي مرکزونه پکې په نښه شوي دي.
که څه هم د سوریې حکومتي سرچینو په د اسرائیلي اشغالګرو په وروستیو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې د کره شمېرې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په برېتانیا کې دی دمشق کې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د اسرائیلو تر بریدونو وروسته درنې چاودنې رامنځته شوې چې ښایي درنه مرګ ژوبله یې اړولې وي.
د ویلو ده چې په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت پر وړاندې تر پاڅون او کورنۍ جګړې وروسته په یاد هېواد د اسرائیلي نیواکګرو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی او تر ډېره پکې د اسرائیلو ضد ډلو مرکزونه په نښه شوي؛ د اسد په مشرۍ حکومت ته په عربي نړۍ کې د صهیونیستانو د دوښمن دولت په سترګه کتل کېږي د کتوونکو په باور اسرائیل نه غواړي چې په سیمه کې دغه ډول حکومتونه پاتې شي.
















