کابل ټکی کام(يکشنبه، ۲۹ لړم، ۱۴۰۱ل)
د رسنیو د ملاتړ نړیوالې ټولنې له غړیتوب څخه د افغانستان ایستلو په اړه د ا.ا.ا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غبرګون ښودلی دی.
د ا.ا.ا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د ملاتړ نړیوالې ټولنې وروستی اقدام چې افغانستان یې له خپل غړیتوب څخه ایستلی ناسم بللی او د يادې ټولنې دغه اقدام يې د حقایقو څخه د هغوی ناخبري ګڼلې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ويلي، نړیواله ټولنه باید د افغانستان ځمکني حقایق درک کړي، ترڅو له رسنیو، له بیان ازادي او اطلاعاتو ته له لاس رسي څخه خبر شي زياتوي:«د رسنیو د ملاتړ نړیواله ټولنه باید پوه شي، چې ا.ا د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د بیان ازادۍ ته ژمن او اطلاعاتو ته د لاس رسي اصولو درناوی کوي».
















