شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

رسنیزه جګړه؛ د اسلامي نظام پر وړاندې یوه بله هڅه!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 23, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
19
ځلې شریک شوی
234
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

محمد آصف آزاد

غرب او د اسلامي نظام دښمنان په ټول توان هڅه کوي چې اسلامي نظام بریا ته پرېنږدي او له هرې لارې او له هره اړخه یې په یو نه یو ډول له ستونزو، خنډونو او چیلېنجونو سره مخ کړي. هغه که د مخامخ جګړو له لارې وي او یا هم له اقتصادي بندیزونو، رسنیزو جګړو او تبلیغاتو او یا هم له هرې بلې ممکنه لارې وي. غرب په نړۍ کې هر ډول نظامونه زغمي؛ شاهي او سلطنتي، جمهوري او دیموکراتیک، مذهبي (له اسلام پرته) او غیر مذهبي، بېدینه او سیکولر دا ټول موږ وینو چې نړۍ کې شته. غرب ورسره کومه ستونزه نلري. راکړه ورکړه او تعامل هم ورسره لري. په رسمیت یې هم پېژني. خو په دې دومره لویه نړۍ کې او د دومره لوی شمېر مسلمانانو باوجود د نړۍ په یوه څنډه کې هم اسلامي نظام نشي زغملی!
دوی هیڅکله هم نه غواړي نړۍ د عادل اسلامي نظام نمونه یو ځل بیا وویني؛ ځکه په دې سره به بیا د دوی ناچله نظریې، نظامونه او حکومتونه ان پخپله غرب کې هم اخیستونکي ونلري!
دوی پوهیږي، که دا ناکراره نړۍ، دا وحشت او بربریت ځپلې نړۍ، دا وضعي قوانینو محکومه کړې او غلامه کړې نړۍ یو ځل بیا د اسلام حاکمیت وویني؛ نو بیا به ان خپل غربي وګړی هم له اسلام پرته په بل نظام قانع نکړای شي. نن چې په نوره نړۍ کې د اسلامي نظام په وړاندې خنډونه ایجادوي او مخه یې نیسي؛ بیا به په غرب کې هم ورته دا چاره ستونزمنه کیږي. دوی پوهیږي، هغه ډیموکراسي چې څه په زور، څه په زر او څه په چل او تذویر یې په نړۍ منلې یا تحمیل کړې؛ نور د ناکامۍ و خواته روانه ده. خپله بایډن وایي چې ډیموکراسي مو له ګواښ سره مخ ده!
غرب پوهیږي چې ډیموکراسي په څومره شدت د زوال په طرف روانه ده. دا په داسې حال کې چې په بدیل کې یې نړۍ ته بل څه نلري. دوی نه خوښوي؛ خو پوهیږي چې راتلونکی د اسلام دی او د نړۍ ملتونه په ډېرې ناکرارۍ د اسلام حاکمیت ته شېبې شماري!

دا هم ولولئ

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

له همدې امله، کله یې چې په افغانستان کې ماته وخوړه او فزیکي جګړې او اشغال ترک ته اړ شول؛ رسنیزه جګړه یې لا هماغسې په ټول توان ګرمه وساتله. له رسنیو او نړیوالو سازمانونو داسې څرګندونې خپروي چې په افغانستان کې شته اسلامي نظام خدای مکړه ناکام وښیي. خپلو شلکلنو ناکامیو او جنایاتو ته ښه بڼه ورکړي او د ننني اسلامي نظام بریاوې او لاسته راوړنې د نړۍ له سترګو پټې کړي.

رسنۍ نه وایي، هغه هېواد کې چې د امریکا جمع ناټو او متحدینو یې د سوله ساتو په نوم شل کاله جګړه وکړه، خو هېواد یې د یوې ورځې لپاره هم آمن نکړای شو؛ نن ورځ د نړۍ له کم ساري امنیت څخه برخمن دی.
رسنۍ نه وایي، هغه هېواد چې د اداري فساد له امله د نړۍ لومړۍ نمبر و؛ نن پکې فساد نشته.
رسنۍ نه وایي، هغه هېواد چې هلته صفر شوي کوکنار د امریکا او متحدینو د شتون او جګړې پر وخت د کوکنار د کښت او قاچاق په لومړي لېست کې راغلی و؛ اوس پکې کوکنار بېرته له منځه وړل شوي.
رسنۍ نه وایي، هغه هېواد چې امریکا او ملګري یې پکې واکمن و، د معتادینو شمېر پکې له څلورو ملیونو واوښت؛ خو اوس معتادینو د زیاتوالي پر ځای روغتونونو ته وړل کیږي.
رسنۍ نه وایي، هغه هېواد چې د کلنۍ بودیجې ۷۰ سلنه یې د نورو په مرستو ولاړه وه؛ نن یې په خپله د پوره کولو توان موندلی.
رسنۍ نه وایي، هغه تحلیل چې ویل کېده به، په افغانستان کې به اداري نظام له منځه لاړ شي او ادارې به فلج شي؛ خو د یوې ورځې لپاره هم ادارې غیر فعاله نشوې.
رسنۍ نه وایي، هغه تحلیل چې ویل کېده به، افغاني کرنسۍ به خپل ارزښت له لاسه ورکړي او بانکونه به سقوط شي؛ خو برعکس بانکونه فعال او افغانیو خپل ارزښت تر پخوا لوړ وساته.
او…

په دې ټولو تحولاتو، فعالیتونو او پرمختګونو باندې رسنۍ او نړیوال سازمانونه او ادارې غلې دي. خو وضعیت کاملاً د دې برعکس انځوروي.
بېلګې یې ولولئ!

د همدې نومبر په لومړی نېټه م.م وویل چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه زیات شوی! په داسې حال کې چې د همدې کال په اپرېل کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله په مطلق ډول منع اعلان کړه.
په ۲۰۰۱م کال کې هم، کله چې اسلامي امارت د کوکنارو کښت باندې بندیز ولګاوه او صفر ته را ښکته شول؛ غربي رسنیو او نړیوالو ادارو د اسلامي امارت دغه اقدام د ستاینې پر ځای د کوکنارو د بیې لوړولو لپاره ګڼلی و!
دا له اسلامي نظام سره د دوی عقده او دښمني څرګندوي.

دې تېره اکتوبر میاشت کې د ګالوپ په نوم یوې مؤسسې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد یاد کړ!
سړی حیران شي چې دا خلک په دروغ ویلو او سپینسترګۍ کې څومره مخکې تللي؟!
یادې مؤسسې ویلي چې افغانستان کې د غلاوو پېښې زیاتې شوي؛ خو که د هغه کابل له اوسېدونکو وپوښتو، چېرته چې د شپې ګرځېدل ځان خپله په خطر کې ورکول ګڼل کېدل او ان د یو موبایل او ساعت لپاره خلک وهل کېدل او وژل کېدل؛ نن ورځ یې ځواب همدا وي چې ډاډه ګرځي او هر وخت او هر چېرې تللی شي.

رسنۍ او نړیوالې ادارې افغانستان د ښځو لپاره خوندي نه ګڼي!
خو په دې حقیقت سترګې پټوي؛ کله چې دلته امریکا او ملګري یې واکمن و، ښځه نه خو په ادارو کې په امن وه او نه هم په کور کې د دوی د چاپو او بمبار څخه مصؤنه وه. پرون ترې زندانونه ډک و، نن یوه هم زندان کې نشته. پرون یې پر وړاندې وروڼه او اولادونه په سپیو داړل کېدل او په ماینونو الوځول کېدل؛ نن هغه د وحشت حالات ټول له منځه تللي.

خو د رسنیو او نړیوالو ادارو غبرګونونه د شته وضعیت په خلاف دي!

زما باور دی چې غرب به هیڅکله هم د اسلامي نظام په وړاندې له رسنیزې جګړې، پروپاګند، تبلیغاتو او له هرې په توان پوره بلې وسیلې څخه درېغ ونکړي او خپله جګړه به روانه ساتي. نو مسلمانانو، په ځانګړې توګه افغانانو ته په کار ده چې دې جګړې ته متوجه واوسي. هو، دوی به دا جګړه ونه دروي. موږ ته په کار ده چې ویښ، ځیرک او فعال واوسو.
ا.ا ته د حکومت او نظام په حیث په کار ده چې په خپلو رسنیو پانګونه وکړي. دې اړخ ته دې هم په کمه سترګه نه ګوري؛ مصرف دې وکړي، د امکاناتو برابرولو ټوله هڅه دې وکړي، افراد دې وروزي. له شته رسنیو او امکاناتو دې اعظمي استفاده وشي. وضعیت دې ګونګ او مبهم نه پرېږدي؛ چې مغرضو او دښمنو رسنیو ته د پروپاګند زمینه برابره شي او د ولسونو تر منځ د بېځایه شکونو او بدګومانیو پیدا کولو سبب شي. د پردیو او پردیپالو هغو رسنیو چې زموږ د دین، هېواد او ملي ګټو او رښتینو ژورنالېستیکو اصولو په خلاف خپرونې او نشرات کوي؛ د هغوی د کنترول هڅه دې وکړي.
هېواد کې شته خصوصي رسنۍ دې اسلامي او ملي ارزښتونو او ګټو ته اولیت ورکړي. د نورو په ګټه نشراتو څخه دې د دین او هېواد د ګټو په خاطر صرف نظر وکړي. واقعیتونو ته دې پوښښ ورکړي. او د هېواد د رښتیني انځور خپرولو هڅه دې وکړي. د پوهاوي په لوړولو کې دې هڅه وکړي.
موږ عامو هېوادوالو ته هم په کار ده چې د نړیوالو مغرضو رسنیو دا له دوه مخی ډک چلند درک کړو. د دوی په پروپاګند او له واقعیت لرې نشراتو باور ونکړو. او د الله جل جلاله دې امر ته همېشه پام وکړو چې فرمایي: (يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِن جَآءَكُمْ فَاسِقٌۢ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوٓا أَن تُصِيبُوا قَوْمًۢا بِجَهٰلَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلٰى مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِينَ) الحجرات: ۶
ژباړه: “اې مؤمنانو! كه كوم فاسق تاسې ته له كوم خبر سره راشي، نو تاسې (د خبر په اړه) پلټنه او تحقیق وکړئ، هسې نه چې کومې ډلې ته په ناپوهۍ سره ضرر ورسوئ او بيا پخپلو کړو پښېمانه شئ.”

لوی ټکي: آزاداصفجګړهرسنیزه
مخکینې مطلب

علم د لوړتیا لاره ده

بل مطلب

افغان حکومت: سویس ته د افغانستان بانک د شتمنیو د لېږدولو پرېکړه ناعادلانه ده

ځانګړي مطالب

افغانستان

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
خبرونه

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
خبرونه

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026

وروستي

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 1, 2026
0

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

هلمند او ننګرهار کې اوبو کې ډوبیدو له امله د څلور مېرمنو په شمول اووه تنه مړه شوي

ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

ټرمپ: د ایران نوې طرحه د منلو وړ نه ده، خو خبرې دوام لري

د کارګرو نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت د کار فرصتونو د برابرولو هڅې کوي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com