کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د میدان وردګو ولايت له ښوونیز مرکز څخه ٤٢٤ تنه پولیس له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.
د يادې فراغت غونډې په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت اداري معینیت د دفتر رییس شیخ محمد طاهر حلیم له فارغ شويو منسوبينو وغوښتل چې له خپلو مسلکي زده کړو څخه د خلکو په خدمت کې ګټه واخلي.
فارغ شوو منسوبینو د ٦ اونیو په لړ کې مسلکي زده کړې تر لاسه کړي، چې د فراغت سندونه هم ورکړل شول.
د يادونې ده ، چې ۵۱۱ تنه پوليس د هرات قومندانۍ له تربيوي مرکز څخه هم فارغ شوي دي.