جنرال عاصم منير د پاکستان د پوځ نوی مشر ټاکل شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

د پاکستان حکومت د جنرال قمر جاوید باجوه پر ځاي جنرال عاصم منیر د پوځ د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

ګنرال منیر تر دې مخکې د پاکستان د څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) مشري هم کړې ده.

جنرال باجوه شپږ کاله د پوځ مشري وکړه او د روانې میاشتې وروستیو کې به پر کور کېنول شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مریم اورنګزیب پر ټویټر لیکلي، چې لومړي وزیر شهباز شریف ساحر شمشاد میرزا د پوځ د لوی درستیز او جنرال سید عاصم منیر د پوځ د مشر په توګه غوره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button