د عمران خان په مشرۍ زرګونه لاریون کوونکي اسلام اباد ته رسیدلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

په داسې حال کې چې پاکستان کې سیاسي کړکیچ دوام لري د یاد هېواد د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف د ستر، حکومت مخالف او ولس منلي ګوند د مشر “عمران خان” په مشرۍ لسګونه زره لاریون کوونکي پلازمینې اسلام آباد ته نېږدې پینډۍ ښار ته رسیدلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې حکومت د لاریون کوونکو د مخنیوي لپاره پلازمینې اسلام آباد ته ورغلې لارې تړلي، زرګونه پولیس او نیمه پوځي ځواکونه یې په حساسو سیمو کې پر دندو ګمارلي دي.

په ورته مهال د تحریک انصاف ګوند ویاند “فواد چودري” رسنیو ته ویلي، چې د عمران خان د ساتنې لپاره یې لازم تدابیر په پام کې نیولي او د پنجاب څخه یې د ښاغلي خان د ساتلو لپاره سلګونه پولیس سرتیري را بللي دي.

په ورته مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر “رانا ثناءالله” یوې خبري ناستي ته د خبرو پر مهال ویلي، چې حکومت یې تحریک انصاف ګوند سره خبرو ته چمتو دی؛ خو د تحریک انصاف ګوند سیاستوال “اسد عمر” د حکومت وړاندیز رد کړی او په خبره یې د خبرو اترو وخت تیر شوی او که حکومت د ټاکنو نېټه اعلان کړي بیا ورسره په مذاکراتو غور کیدلی شي.

د ویلو ده چې د عمران خان پر مشرۍ د تحریک انصاف ګوند لاریون تیره میاشت پیل شوی و او تمه کیدله چې لا مخکې به اسلام اباد ته رسیدلی و؛ خو په عمران خان تر برید او د نوموړي تر ټپي کېدو وروسته دغه لاریون د خنډ او ځنډ ښکار شو.

مربوطه مطالب

Back to top button