سرچینې: حنا رباني کهر نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې کابل ته د سفر پلان لري.

 آغلې کهر له دې سره هم مهاله، په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعيت خبرداری ورکړی او ویلي، چې په دغه هېواد کې یوه بشري فاجعه د رامنځته کېدو په حال کې ده.

 دغې لوړپوړې پاکستانۍ دیپلوماتې په ورته مهال د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خوشې کېدو غوښتنه کړې او پر دغې پانګې د بندیزونو لرې کول يې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعيت د رغولو لپاره اړین ګڼلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button