کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
ترکي چارواکي وایي، چې په عراق او سوریې کې له څلور ورځنیو هوایي بریدونو وروسته د کرد وسله والو پر ضد پراخ او ځپونکي ځمکني عملیات پیلوي.
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” وایي “په دغو هوایي بریدونو کې ۲۵۴ کرد وسله وال وژل شوي چې دا یې یوازې پیل دی.
ترکیې د کردانو ډلې د استانبول خونړی بمی برید مسئولې بللې دی.
که څه هم کرد وسله وال بیا په دې چاودنه کې ښکېلتیا ردوي او په وینا یې د ترکیې هوایي د بریدونو له کبله د سوریې شمال ختیځ کې ۳۰ ملکی کسان او ۱۱ جنګیالی وژل شوي دي.
په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي: د ترکیې هوایي بریدونه هغو امریکایي ځواکونو ته مخامخ ګواښ دی، چې په سوریه کې د داعش د ماتولو لپاره فعالیت کوي.


















