د حزب اسلامي پر دفتر د موټر بم برید پلان شنډ؛ دوه بریدګر وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د افغانستان د حزب اسلامي ګوند د مشر “ګلبدین حکمتیار” پر دفتر د موټر بم برید مخه نیول شوې ده.
د حزب‌ اسلامي یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې څو شېبې مخکې یې پر دفتر د موټربم برید پلان شنډ کړی دی.

د سرچینې په وینا، دوو بریدګرو چې غوښتل یې د حزب‌ اسلامي دفتر ته ننوځي، خو د ګلبدین حکمتیار د ساتونکو له لوري په نښه او وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې بریدګرو پلان درلود، د حکمتیار پر دفتر موټربم برید هم وکړي، خو موټر هم موخې ته له رسېدو مخکې په دروازه کې چاودلی دی.

بله‌خوا د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب‌ اسلامي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې وسله‌والو یې پر دفتر د برید پلان درلود، خو موخې ته له رسېدو مخکې یې پلان ورشنډ کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د حکمتیار په ګډون، د دغه ګوند غړیو ته زیان نه‌دی رسېدلی او یوازې د ګلبدین حکمتیار دوه ساتونکي پکې ټپیان شوي دي.

د ویلو ده چې د کابل امنیتي مسؤلینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button