کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
راپورونه وايي، چې د کابل په کارته پروان سیمه کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني باندې وسله وال برید شوی دی.
ځايي سرچينې وايي، خپله نظاماني له دغه بریده روغ وتلی خو یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.
د سرچينو په وينا، بريد د پاکستان سفارت ته نږدې ترسره شوی دی.
په عين حال کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په کابل کې د پاکستان پر سفیر د بريد غندنه کړې او خپل ټویټر يې د دې پېښې د بېړنۍ څېړنې او د عاملانو په وړاندې د اقدام غوښتنه کړې ده.
تر اوسه حکومت چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، او د بريد مسؤليت هم چا نه دی منلی.