د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان پر سفارت پرونۍ حمله وغندله

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د خلکو دښمنانو پرون په کابل کې زموږ د ورور هېواد پاکستان پر سفارت د برید ناکامه هڅه وکړه چې زه یې په کلکو ټکو غندم.

دا برید د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو د خرابولو او په کابل کې د دیپلوماتیکو ماموریتونو د ګډوډولو په هدف ترسره شوی دی.

اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې په ټول هیواد کې د امنیت او ثبات د تامین لپاره هڅې روانې دي. دښمن د اوسني چاپېریال او د خلکو د رضایت سره بې توپیره بریدونو ته دوام ورکوي.

د ټولو دیپلوماتیکو او سیاسي ماموریتونو او دیپلوماتانو د امنیت تامین د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی. امنیتي ادارو ته د برید د پلټنو امر شوی چې د دوست هېواد پاکستان په ګډون د ټولو هېوادونو او سازمانونو د ډیپلوماټانو او سیاسي استازو د امنیت د تامین لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

په پای کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د یوه امنیتي ساتونکي چې په دغه برید کې ټپي شوی وو، د روغتیا دعا کوم.

مولوی عبدالکبیر
د ریاست الوزار سیاسي مرستیال

مربوطه مطالب

Back to top button