اسلام اباد کې افغان استادانو ته د سندونو د ويش غونډه وشوه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان پوهنتونونو استاذانو ته د سندونو د ویش په مراسمو کښې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړې استازي محمد صادق خان ګډون وکړ.

افغان استاذانو لباره دا روزنیز کورس د پاکستان حکومت په مالي مرسته د NUST لخوا انتظام شوې وو. دغه روزنه د افغان اکادمیکانو لپاره د یو لړ روزنې برخه وه.

دا مراسم د هغو ۳۰ افغانانو لپاره جوړ شوي وو چې د لومړۍ بستې زده کړې یې بشپړې کړې وې.

د دې پروګرام په دوو پړاوونو کې به په راتلونکي میاشتو کې ۲۴۰ تنه افغانان اکاډمیک پوهان وروزل شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په زده کوونکو باندې سندونه وویشل.

د ظرفیت لوړول/لوړې زده کړې هغه مهمې برخې دي چې پاکستان پکې له افغانستان سره پراخه همکاري کوي.

د سندونو د ویشلو غونډې په ترڅ کښې د وینا پر مهال محمد صادق خان وویل چې زه د NUST څخه مننه کوم چې د افغانستان استاذانو او نورو پوهانانو لپاره ی د روزنې پروګرام ترتیب کړ.

نوموړي زیاته کړه چې NUST او څو نور پاکستاني پوهنتونونه به د افغانانو لپاره په راتلونکي وخت کښې هم داسې کورسونه اداره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button