پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

بیرغ

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 15, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
43
ځلې شریک شوی
539
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

امین وردګ

بیرغ یا بیرق چې توغ او جنډۍ هم ورته وایي – له ډېرو پخوا زمانو څخه تر اوسه د یوه نښان او سمبول په توګه کاریږي؛ که څه هم چې د پیل دقیقه نېټه یې لا سمه نه ده مشخصه شوې ، خو داسې انګېرل کیږي چې د بشریت له قبیلوي تشکیلونو سره به یو ځای دود شوی وي.
پخوا به هرې قبیلې ځانګړی بیرغ لرلو، چې زیاتره وخت به یې په قبیلوي جګړو کې کاراوه.
کله به چې یوه قبیله له بلې سره د جګړې ډګر ته وتله، نو د ګڼو کسانو په لاسونو کې به یې بیرغونه ورکړي وو؛ هرې قبیلې به دا کوښښ کولو چې بیرغونه یې تر هغې بلې لوړ او تعداد یې هم زیات وي، دا به هم ډېره مهمه وه چې هره قبیله د خپلې جنډۍ د رنګ او نقش په انتخاب کې له پوره دقت، مهارت او ځیرکۍ څخه کار واخلي، کوښښ به یې همدا ؤ چې هم ښه رنګ انتخاب کړي او هم یې د ټوکر کیفیت لوړ وي.
کله به چې د جګړې په ډګر کې د کومې قبیلې د سردار او امیر تر ټولو غټ بیرغ چپه شو، د دې معنا به د هغې قبیلې د ماتې وه! نو ځکه خو به ډېر کوښښ دا کېدلو چې بیرغ پرېنوزي.
په پخوا زمانو کې د سولې بیرغ سپین ؤ! یعنې کله به چې په جګړه کې کومې خوا سپین بیرغ پورته کړ، معنا به یې دا وه چې سوله غواړي! ځکه خو به پر سپین بیرغ ګذار هم سخت جنګي جرم ګڼل کېدلو.
دا چې ورو ورو قبیلې لویېدلې، نو به یې طبعاً قلمرو هم ورسره لویېدو، چې بیا به د پاچاهۍ نوم ورته اخیستل کېدۀ.
هرې پاچاهۍ به په خپل منځ کې (د توافق پر اساس) کولی شوی چې پخوانی بیرغ تغیر، یا یې کاملاً تبدیل کړي؛ خو دا کار به هغه مهال کېدلو چې کله به د پخواني بیرغ حماسي موقف صدمه ولیده (یانې چې پخوانی بیرغ به د کومې قبیلې په اسارت کې راغی او د غلامۍ موقف به یې خپل کړ)خو چې کله به د یادې قبیلې ملي او باوجدانه اشخاصو استقلال واخیست، نو پخوانی بیرغ به یې تغیر کړ، تر څو د دوی د قبیلې پر تندي ننګین خال جوړ نه شي.
د یوې ډلې سیاسي حضور او هویت به د هغې ډلې له بیرغ سره تړلی ؤ، که به کومې ډلې بیرغ نه لرلو، نو هېڅ لوري به هغه ډله په رسمیت نه پېژندله او نه به چا باور پرې کولو.
بیرغ دومره اهمیت درلود چې حتی د تجارتي قافلو بیرغونه به هم د هغوی په کاروانونو کې رپاند وو، تر دې چې په ځینو سیمو کې به بعضو سپین سترګو غلو او ډاکوانو هم یو ډول بیرغ کارولو.
بیرغ ته به خلکو دومره احترام کولو لکه یوه مقدس آسماني کتاب ته، چې اوس یې هم تر ډېره حده د نړۍ په ګوټ ګوټ کې همغه عزت ساتلی دی.
په هر حال…بیرغ اوس هم پوره اهمیت لري، خو افسوس چې زموږ په هېواد کې څوک بیرغ ته چندان توجه نه کوي.
دلته چې هره ډله بریالۍ شي او د هېواد پلازمېنه تصرف کړي، نو تخمیناً د همغې خپلې ډلې بیرغ کاروي؛ دا ځکه چې موږ منل شوی خپلواک (ملي) بیرغ نه لرو.
ځینې خلک دری رنګه بیرغ ته ملي بیرغ وایي، مګر هغه ملي ځکه نه دی؛ چې د دوو متجاوزو ابر قدرتونو (روس او امریکا) په وخت کې همدغه دری رنګه بیرغ (د هغوی له بیرغونو سره یو ځای) زموږ د مظلوم او محکوم ملت پر وړاندې رپېدلی، نو موږ یې په کوم دلیل ملي وبولو؟
زه له دری رنګه (زرغون سور او تور) بیرغ سره شخصي دښمني نه لرم؛ خو ملاحظات مې بیا ښه ډېر پکې شته چې ځینې یې دا دي؛ پر دغه بیرغ میین وایي چې: د دې بیرغ دری رنګونه مختلفې معناوې لري او هغه داسې:
۱- تور (یعنې تور وخت)
۲- سور (یعنې د مبارزې وخت)
۳- زرغون (یعنې د آزادي وخت)
ګواکي توره ورځ یې د سرو وینو په زور زرغونه کړې ده.
بلې! د هغه وخت مجاهدو او مبارزو افغانانو ته زموږ سلامۍ دي، خو هغه کارونه دغه بیرغ نه دي کړي او نه د ده تر چتر لاندې شوي دي.
مګر دغې نکتې ته یې لا پام نه دی چې د دوی په اصلي بیرغ کې له ښۍ خوا لومړی زرغون رنګ کار شوی، بیا سور، ورپسې تور دی؛ تاسو دغه بیرغ له نږدې وګورئ او بیا یې د نښان لوری د ځان خوا ته کړئ (چې تکبیر او کلمه یې راسته شي) نو به وګورئ چې تور رنګ اول راځي که زرغون؟ که چېرې د دوی معنا ترې واخلو، نو کلمه او تکبیر چپه راځي او که کلمه شریفه او تکبیر مبارک سم ولوستل شي او د بیرغ مخ د ځان لوري ته کړو، نو بیا معنا د دوی د تحلیل عکس او خلاف راځي.
که څه هم چې د ځینو فرعي بیرغونو پر دواړو لوریو یې نښان ترسیم کړی چې هلته بیا تکبیر او کلیمه راسته راځي، خو هغه بیرغ د امان الله خان سټنډرډ یا اصلي بیرغ نه دی.
په هر حال…دغه بیرغ د آزادۍ ځکه نشو بللی چې د انګرېزانو پر وړاندې یوه ورځ هم نه دی رپېدلی! دلیل یې دا دی چې؛ دغه بیرغ د آزادۍ له ورځې نهه کاله وروسته (یانې په ۱۳۰۷ ه ل کال کې) د امان الله خان او د هغه د ځینو همفکرانو له خوا انتخاب شوی ، خو دوی یې د لویې جرګې په نوم یادوي، چې دا هم داسې لویه جرګه !؟ وه، لکه اشرف غني چې په کابل کې جوړه کړې وه! اعضاء یې ټول د ده د فکر او په نظام کې ورسره شریک خلک وو، خو دوی نوم د لویې جرګې ورکړ.
مګر اوسني (سپین محمدي) بیرغ بیا ډېر داسې کارونه کړي چې په ستایلو ارځي او سړی ویاړ پرې کولای شي! هغه داسې دي: لومړی خو دغه بیرغ چې ځمکه یې سپینه او په تور رنګ کلیمه طیبه پرې لیکل شوې – اصل کې د اسلام بیرغ دی چې په تاریخونو کې د حضرت محمد رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) جنډۍ یادیږي، نو ځکه خو د دغه بیرغ مخالفت ایمان ته هم زیان رسوولی شي.
خو که یې په وروستیو کې ویاړونو ته وګورو؛ نو هم یې د شوروي پر وړاندې حماسې راته ګټلې او هم د امریکا؛ همدا راز یې هغه ویاړ هم نشو هېرولای چې د شر او فساد پر وړاندې یې د مدرسو طالبان او حافظان تر خپل سیوري لاندې سره غونډ کړل او بیا یې په افغانستان کې اسلامي شریعت راوست.
سپین بیرغ یوازې د افغانستان د سپین لښکر بیرغ نه! بلکې دا د اسلام ریښتینی سمبول دی.
دغه بیرغ تل د دیني عالمانو په لاسو کې رپېدلی او همېشه یې همدغه تر ټولو مقدس قشر (علماءکرام) تر خپل سیوري لاندې سره متحد کړي هم دی.
نو بناءً! ټولو افغانانو ته پکار ده چې همداسې یوه بیرغ ته د ملي بیرغ په سترګه وګوري؛ چې هم تل د ملت په دفاع کې رپېدلی وي، هم هېڅکله د غلام په موقف کې نه وي ښکاره شوی او هم د فاسدو او فاحشو اقشارو (لکه آریانا سعید او نجیب فیض) تر پلیتو بدنونو تاو شوی نه وي.
نو راشئ چې ټول ښه ژور فکر وکړو! راځئ چې دغه دواړه بیرغونه سره پرتله کړو او وګورو چې کوم یو یې ښه ځلاند تاریخ لري؟ له کوم یوه سره موږ ښه ښکاریږو او کوم یو یې له موږ سره ښه ښکاریږي ؟ د کوم یوه معنوي ارزښت لوړ دی؟ د کوم یوه ملي حماسې زیاتې دي؟ کوم یو کفري نړۍ ته د تحمل او زغم وړ نه دی؟ کفر له کوم یوه څخه ترخې خاطرې لري او د کوم یوه مخالفت کوي؟ کفري نړۍ به پر خپل ځای پرېږدو! راشئ په خپله ټولنه کې یوه سرسریزه احصائیه وکړو! وګورو چې زموږ د ټولنې پاک او مجاهد قشر کوم یو بیرغ خوښوي؟ مفسد او عیاش مو کوم یو خوښوي؟
چې ښه څېړنه مو وکړه، بیا باید همغه بیرغ ملي وبولو، کوم یو چې د زیاترو پاکو اقشارو خوښ شي.
خو دغه سپین محمدي بیرغ ته هم باید ډېر پام وکړو! موږ او تاسو په زیاتره ځایونو کې دا ښکلی بیرغ وینو چې تک تور اوښتی وي، خو دومره څوک نشته چې پاک او یا یې نوی کړي.
د هر ارګان امیر او قومندان مکلف دی چې بیرغ ته جداً توجه وکړي.
باید هېڅکله دا ویاړلی اسلامي بیرغ له موږ څخه بې عزته نه شي، باید ډېر زړښت او خیرو ته یې ورنکړو.
د یوه بیرغ په نوي کولو به د هغه محل د مشر څه دنیا لاړه شي!؟ خو بیا هم …که یې مشر بې پروا او یا ډېر مصروف وي، نو ملګري یې دې ورپام او یا دې په خپله پیسې سره ټولې او بیرغ دې پرې نوی کړي.
د کابل په څلورو دروازو کې چې کوم بیرغونه رپیږي او یا د ګزمو پر موټرو نصب شوي دي- وضیعت یې بیخي د زغم وړ نه دی! هیله کوم هر ارګان دې د خپل بیرغ په ساتنه او پالنه کې پوره توجه وکړي؛ که د شیطانې مډیا ورپام شو، بیا به نو هر ځای همدغه خیرن او زوړ بیرغ راته بوڅ بوڅ کوي او موږ به پرې سوزوي.

دا هم ولولئ

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

لوی ټکي: امینبیرغبیرقوردګ
مخکینې مطلب

پر مهاجرو حیواناتو رحم وکړئ!

بل مطلب

مخ پر ځوړ ګاونډیان؛ له راپورته کېدونکي افغانستانه څه غواړي؛ خبرې او وړاندیزونه....

ځانګړي مطالب

خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com