پنجشنبه, فبروري 2, 2023
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

مخ پر ځوړ ګاونډیان؛ له راپورته کېدونکي افغانستانه څه غواړي؛ خبرې او وړاندیزونه….

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 16, 2022
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
10
ځلې شریک شوی
125
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خالق یار احمدزی

په داسې حال کې چې له څلورو لسیزو وروسته، په هیواد کې د سولې او امن پسرلی راغلی او هیوادوالو د سکون او سوکالیو له ترلاسه کیدو سره سم د خپل کنډر کنډر وطن په رغولو لاس پورې کړی؛ په همهاله توګه ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هیوادونه په یو نه یو ډول د افغانستان پر وړاندې د ستونزو جوړولو ته کار ویلی او له مختلفو لارو هڅه کوي، د خپلو له لاسه وتلو خوږو شکرو تلخه پر افغانانو نوش کړي.
په دې برخه کې که مونږ له سیمه ییزو یا نړیوالو ننګونو سره مخ یو، نو د دیوال شریکو مو هم را باندې د سړو اوبو غوړپ نه دی پیرزو.

دا هم ولولئ

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

افغان حکومت د پېښور په یو جومات کې پرونی برید په کلکو ټکو وغانده

زمونږ د جنوب اودختیځ ګاونډی، چې تر پرونه یې د افغان درمند پر سر له لګیدلي اور څخه، په ورکول کیدونکې من او سلوا یو څه ګوزاره جوړه وه؛ په افغانستان کې د یوه خپلواک افغاني نظام له راتګ وروسته یې اقتصادي کندو له سخت ناورین سره مخ دی؛ له پراخو پورونو څخه یې نه نړیوال وجاهت پاتې او نه یې هم پخوانی سیاسي ځراکت او ظرافت…!
پر دوی که د نړیوال قرض څادر خپور دی، نو یو لامل یې ښایي هلته د اتومي دستګاوو خوندي ساتل وي، چې کفري نړۍ یې د یوه اسلامي هیواد په توګه ورسره شتون نه شي زغملای.

دوی له یاد پروګرام څخه د نړیوالو د مخ اړولو او اقتصادي ستونزو ته د هغوی د راجلبولو په موخه یوه بله لوبه پر لار اچولې او غواړي د یادې لوبې په مټ هم د لویدیځې نړۍ پخوانی عطوفت لاسته راوړي او هم بیرته پر هغوی خپل ناز ومني.

ددې لپاره یې یوه هڅه هم له افغانستان سره د فرضي کرښې پر سر د وخت ناوخت تاوتریخوالي رامنځته کیدو خصمانه سیاست پیل کړی دی.

ښایي دا ددوی د حکومت او د پوځ د جلا سیاستونو ښکارندویي کوي، چې ملکي وزیران یې له کابل سره د حسن تعامل ژمنې کوي او پوځي اډانه یې بیا پوځي کرښې ته څیرمه د پوځي وسایطو او لویو وسایلو په راوړلو بوخت دي او وخت ناوخت پر افغان لوري د برید ناروا هڅې کوي.

ددوی یوه موخه ښایي داوي چې په دې توګه افغانستان کې د ټي ټي پي په شتون خپلې شعاریزې کریغې پورته کړي او هم افغان پوځ په سرحدي تخطیو تورن ثابت کړي؛ څو یې په ضمن کې له دې لارې له نړیوالو څخه د لوریینې غوښتنه هم تکرار کړي او د خپل مخ پر ځوړ اقتصادي کندو د کوم کونج د را ډکولو هڅه وکړي.

بلخوا شمالي ګاونډیانو د امریکایي دیپلوماتانو برګو سترګو او د روسیې بې خونده ښوروا ته سترګې نیولې؛ هغوی فکر کوي چې که له افغانستان سره خپلسري ښه او بد تعامل ته دوام رکړي، ښایي د کوم لوري له فشارونو سره مخ شي.
دوی هم کله ناکله د خبرو یا هم نورو سوژو له لارې د فشار اچولو او بیا ځان ګوښې ته نیولو په لټه دي.

زمونږ لویدیځ ګاونډی، چې د امارت له قیام سره سم یې کله د اوبو پر سر او کله هم د همه شموله دولت د رامنځته کیدو په تړاو چیلیک اندازي کوله؛ اوس یې د بیچارګي اور تر خپله درشله ورغلی دی.
دوی اوس له خپل منځي مشکلاتو سره مخ دي، خو سیاسي تعامل یې د مجبوریتونو او نړیوالو محدودیتونو له امله د اوس لپاره د اندیښنې وړ نه دی؛ خو سیاق ته په کتو سره یې لرې نه ده، چې که یې خپلمنځي ستونزې کرارې شوې، نو د حسن تعامل پولې به راسره سمې مراعات نه کړي.

مونږ ته څه په کار دي؟

مونږ له پیله وایو، چې نه له خپلې خاورې چاته د ګواښ جوړولو اجازه ورکوو او نه هم په خپله خپلواکي کې د بل چا لاسوهنو ته اجازه ورکولای شو.
خو تر دې ور آخوا، که مونږ د بالقوه او بالفعل ګواښونو د دفعه کولو لپاره تر وخت وړاندې کوټلي، ګامونه وانخلو؛ لرې نه ده، چې له دغو ګاونډیو غارونو څخه به د پخوا په څیر یوځل بیا چیچل کیږو.

ددې لپاره څو اړینې یادونې لازم بولم:

۱_که څه هم له نړۍ سره تر اوسه کوم رسمي تعامل نه لرو، باید له هرې ممکنه لارې، د خپل دفاعي قوت پیاوړتیا ته کار وکړو؛ که په تور لیست کې شامل مشران له بهرنیو سفرونو محروم دي، نو متبادلې څیرې له ورکړل شویو واکونو سره یوځای باید مختلفو هیوادونو ته سفرونه وکړي او د سیاسي تعامل ترڅنګ، په سوداګریزو، پوځي او نورو برخو کې د اړتیا وړ تفاهماتو هڅې وکړي.

۲_ په کور دننه باید د وسلو د راټولولو ترڅنګ هغه قاچاقبر په سخت ترینه سزا مجازات شي، چې غواړي له هیواده وسلې یا نورې ارزي شتمنۍ بهر ته انتقال کړي.
دغه راز بهرنیو کړیو سره تړلي کسان هم تر جدي څار لاندې ونیول شي او بهرنیو ګټو ته ژمن کسانو ته دې په عام محضر کې سزاوې ابلاغ شي.
د پوځي پیاوړتیا لپاره دې د امکان ترحده له تور بازار څخه هم د اړتیا وړ، وسایل را ونیول شي.

۳_ زمونږ په هیواد کې له پاکستان سره د دښمني جرړې ډیرې ژورې او خورا مضبوطې دي، خو په کوزه پښتونخوا کې بیا له دې سوژې څخه یواځې د شعاریزې استفادې تر کچې ګټه اخیستل کیږي؛ که هغوی ننیدلي زر هم شي، خو د علي جناح او کیالې له قانون څخه انصراف به یې محال وي؛ ددې لپاره چې ملت مو د مغصوبه خاورې د ګټلو غوښتونکی دی، لومړی باید د نظام د بنسټیزو ستنو د پیاوړتیا هڅه وکړو، خپل در په در کډوال را په کاله کړو او ددې توانایي ځان کې پیدا کړو، چې که له لاسه وتلی حریم غواړو، نو د راګرځ قوت یې هم لرو؛ البته باید ووایو چې ځینې لویې استخباراتي کړۍ له همدې سوژې څخه د ملتونو د اخته کیدو هڅه کوي، هغه دسیسه چې له لسیزو یې هم افغانان وسوځول او هم یې د دواړو لوریو تر منځ تربګنۍ، بې باورۍ او ستر مشکلات پیښ کړل.
دغه راز باید دا فکر هم نور لمنځه ولاړ شي، چې پښتون یو قام او یا هم واحد ټولی دی؛ ځکه د پښتانه د وحدت چیغو وهونکو نیشنلیانو او منظوریانو له پخوا څخه خپل بر پښتون د شا لخوا په خنجر وهلی پر هغوی یې د پردۍ غدۍ ننګه کړې، د هغوی له غلیمانو یې په سختو وختونو کې ملاتړ کړی او تر اسلام او قومي ارزښتونو یې د پښتون په درانه ټبر/کورنۍ کې سیکولرې او دیموکراتې ټولنې جوړیدو ته زیات اولویت ورکړی.

داځینو ته باید وویل شي، چې که مونږ د خاورې د ګټلو هوډ لرو، نو لومړی باید ټول پښتانه فکرا راخپل کړو، که نه نو کله چې مو ملاوې مضبوطې شوې، نو د پیاوړې غدۍ بیا هر څوک مریي ګرځي، البته مونږ ته باید لومړیتوب د خپلې محدودې آبادول وي، ځکه د له لاسه وتلې مغصوبه خاورې میشت پښتانه لا هم تر افغاني هویت څخه پر پاکستاني شناختي د فخر احساس کوي او بل داچې که مونږ دا اقدام کوو، په دې کې د ملتونو د تفرقې ترڅنګ د یوه داسې هیواد بشپړ لمنځه وړلو هڅه ده، چې له ورته ټوټو څخه ترسیم شوی او د یوې واحدې لرغونې جغرافیې څخه محروم دی.

۴__ تعلیم او صنعت ته باید تر بل څه زیات اولویت ورکول شي او له ګاونډیو هیوادونو سره پر داسې مسیر تلل پکار دي، چې هغوی دې ته وادار شي، څو له مونږ سره په هره ارسه کې تعامل ته اوګې ټیټې کړي.

۴_ مونږ باید تر هر څه مخکې «افغان» و اوسو؛ دلته ناپاکو کړیو تل د افغانستاني او خراساني تر نومونو لاندې د ژورو دسیسو سوژې لټولې، اړتیا ده چې په دې برخه کې هر هغه هیواد چې ورته اختلافاتو ته لمن وهي، متقابلې هڅې یې پر وړاندې تر سره شي او دلته یې هم پلانونه په نطفه کې ور خنثا کړو.

۶_ مونږ د یوه څلور لاري په توګه، هرچاته خوندي او له امن ډک ښه یو، خو زمونږ لپاره د ګاونډیو امنیت هم مهم دی، باید ټولو ګاونډیو ته دا وانمود شي، چې که خپل امنیت او رفاه ورته مهمه وي، د زبر ځواکونو په اشاره دې د افغانستان ګډوډي نوره نه غواړي، کنه نو ناورین ځپلی افغانستان ددوی لپاره هم بد پیغامونه لري او له شریرو سپرغیو یې ددوی لمڅی هم د اورونو خوراک کیږي.

لوی ټکي: احمدزیافغانستانخالق یارګاونډیان
مخکینې مطلب

بیرغ

بل مطلب

ملګري ملتونه: ۹ میاشتو کې نږدې ۷ لکه افغانان هېواد ته راستانه شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2023
مقالې

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
خبرونه

افغان حکومت د پېښور په یو جومات کې پرونی برید په کلکو ټکو وغانده

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 31, 2023
خبرونه

اسلام اباد؛ افغان سفارت پېښور کې پر جومات بريد په کلکو ټکو غندلی

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 30, 2023
خبرونه

پاکستان او روسیې افغانستان کې د تلپاتې امنیت پر اړټیا ټینګار وکړ

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 30, 2023

وروستي

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2023
0

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

انسان د خولې شاته دی!

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

برېښنايي پېژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او د اعتبار د ختمېدو نېټه زيات شول

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

ډیر کتل شوي

  • روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

انسان د خولې شاته دی!

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com