کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، چې د نهو میاشتو پر مهال له ایران او پاکستانه نږدې ۷ لکه ۲۸زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دغې ادارې ویلي، چې له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشتې پورې شپږلکه ۶۱زره او ۶۰۰ افغان له ایران او ۶۶زره او ۳۰۰ نور له پاکستانه راستانه شوي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې، چې د سرحدي سیمو په کمپونو کې د هغو بشري چارو ملاتړ کوي، چې افغانستان ته د ستنېدونکو کورنیو روغتیايي او د رواني- ټولنیز ملاتړ خدمات وړاندې شي.
دغې ادارې نه دي ویلي، چې دغه شمېر افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي که په زور اخراج شوي دي.

















