‏کورنيو چارو وزارت: نږدې ٣٥٠ تنه په نشه روږدي کسان د کابل ښار څخه راټول او د درملنې په موخه اړونده روغتونونو ته وسپارل شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۴۰۱ل) د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت منسوبینو د کابل ولایت په سرای شمالي، شهرنو او نورو سیمو کې په نشه روږدي کسان راټول او ١٠٠٠ بستریز روغتون ته د درملنې په موخه يې ليږلي دي.

‏د ياد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادو نشه یانو له ډلې یوه بې سرپرسته په نشو روږدې میرمن هم د درملنې په موخه د ښځینه روږدو روغتون ته د درملنې په موخه لېږلې ده.

د يادونې ده، چې د ا.ا.ا په راتګ سره د هېواد په بېلابېلو سترو ښارونو کې سلګونه تنه نشه يان له ښارونو او بازارونو راټول او په لويو روغتونونو کې تر تداوۍ وروسته خپلو کورونو ته لېږل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button