کابل ټکی کام ۲۲سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د استرالیا د دفاع وزارت د هوايي ځواک قومندان مارک بنسکین د سنا یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان له حالاتو څخه مې داسې تمه نه وه لکه چې ده، او افغان ځواکونه له زیاتو فشارونو سره د مخامخ کېدو تر څنګ حالات ورځ تر بلې د خرابتیا په لور درومي.
مارک بنسکین یادې غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د طالبانو د ماتېدلو لپاره افغان ځواکونه لا هم ډېرو مرستو او وخت ته اړ دي.
نوموړي اندېښنه وښوده چې هغه روزګان کې چې ۸ کاله د دوی ځواکونه پکې مېشت ول، نن یې ډېری سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، او په ازدانه ډول پکې تګ را تګ کوي.
له دې څخه مخکې د امریکا ځینو لوړ پوړو چارواکو هم د افغانستان په روانو حالاتو اندېښنې ښودلې وې، او افغان ځواکونه یې د طالبانو په پرتله کمزوري بللي وو.


















