یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

افغان پانګوال خپلې پانګې له هېواده بهر باسي!

fateh1 نشرونکی: fateh1
فبروري 11, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
7
ځلې شریک شوی
92
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

« سرليکنه »

په افغانستان کې د سياسي مخالفتونو او خپلمنځيو جګړو له امله افغان پانګوالو او سوداګرو خپلې پانګې له هېواده بهر ايستلي او د خونديتوب په موخه يې نه غوښتل ، چې په خپل هېواد کې په يوه شرکت او يانورو وسيلو تجارت وکړي ؛ ځکه د خپلمنځيو جګړو په دوران کې يوشمېر جهادي مشرانو د قدرت او ځان غوښتنې په جګړو کې د کابل او نورو ولاياتو  په ښارونو کې بانکونه لوټ او تالا کړل، د سوداګرۍ خونې يې ړنګې او د فابرېکو ارزښتمند ماشينونه يې د کباړ په تول وپلورل .

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

خو د ۲۰۰۱ نه را په دېخوا چې امريکا د ناټو په مشرۍ افغانستان کې د امن په نامه خپل پوځونه ځای په ځای کړل د وخت د واکمنو په تبليغاتو يې د هېوادوالو تر څنګ ملي سوداګرو او پانګوالو ته هم ډاډ ورکړ، چې نورې له بهره خپلې پانګې خپل هېواد نه را انتقال او په خپل هېواد کې په خپلو پانګوونو سره خصوصي شرکتونه فعال کړي.

د بهرنيو پوځونو د وحشت او بمباريو له امله سوداګرو په افغانستان کې نه يواځې دا چې خپل دولت او پانګه يې خوندي نه ليدله ؛ بلکې د سر د ساتلو او د ژوند د بقا سوال هم ورسره .

امريکا او د ناټو وحشي پوځونو، چې په هېواد کې پر پوليسو نظامي پوستونو ، کليو او کورونو او آن د ودونو په ورا باندې بمبارۍ وکړې. کومو سوداګرو چې لږه څه پانګونه کړې وه ، هغوی هم له هېواده پښې سپکې کړې.

 په هېواد کې د روان نه حل کيدونکي بحران او نا امنيو له امله سوداګرو يوځل بيا په موجوده نظام بې باوري څرګنده کړه ، هغه سوداګر چې د امن او ثبات په هيله په هېواد کې پاتې وو او څه ناڅه پانګونې يې کړې وې ؛ نو د ملې يوالي د حکومت ترمنځ د اختلافاتو ، نا باوريو او ورځ په ورځ مخ په زياتيدونکو جګړو له امله يې پانګې بهرته وايستلې.

 هغو سوداګرو چې دولتي چارواکو سره يې اړيکې لرلې ا يا خپله يې په لوړو پوستونو کې له دندو سره سوداګري هم کوله هغو ی په رسمي توګه او چا چې اړيکې نه درلودې په غير رسمي توګه يې خپلې پانګې بهرنيو هېوادونو  ته انتقال کړې.

 د مخه به ملي سوداګرو متحده عربي اماراتو ته خپلې پانګې انتقالولې او يا به يې په همغو هېوادونو کې خوندي ساتلې ؛ خو اوس ملې سوداګرو چې په هېواد کې يې قانوني اوفيزيکي مصؤنيت خوندي نه دی ، د عربي هېوادونو تر څنګ غواړي خپلې پانګې په اسيايي او اروپايي هېوادونو کې خوندي کړي.

د سوداګرۍ او اقتصاد پخوانی وزير محمد امين فرهنګ په دې اړه رسنيو سره په ځانګړې مرکه کې ويل: ملې سوداګر نه غواړي په هېواد کې د بې ثباتۍ او ناامنيو له امله سر او مال په خطر کې واچوي.

 محمد امين فرهنګ زياتوي ، چې په لومړيو کې ولسمشر اشرف غني د سوداګرو او پانګوالو سره د اقتصاد او سوداګرۍ د پرمختيا ژمنې کړې وې؛  خو د نه عملي کيدو په صورت کې ملي سوداګرو د سر او مال د خوندي کيدو لپاره پانګې له هېواده بهر باسي او ورځ تر ورځې په موجوده اداره بې باوري زياتېږي.

مخکینې مطلب

مارک بینسکین: د طالبانو د ماتېدلو لپاره افغان ځواکونه لا هم ډېرو مرستو ته اړ دي

بل مطلب

ستوري پېژندونکي: ځمکې ته یې ډېر ورته او غبرګونی ستوری موندلی دی

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com