کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ جدي، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، په فیلپین کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۵ تنه مړه شوي دي.
د فیلپین چارواکي وايي، توپان لا هم دوام لري او د دغې هېواد سویلي او مرکزي برخي چې ډېرې زیانمنې شوې دي شدید ورښتونه به پکې دوام ولري.
د فرانسې خبري اژانس د راپور پر اساس؛ په زرګونه تنه د کرسمس په ورځ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
ویل شوي چې، نهه تنه ټپیان شوی او ۲۶ تنه نور نادرکه دي.

















