کندوز کې ۴۲ زره او ۵۹۹ جریبه غصب شوې دولتي ځمکه له غاصبینو خلاصه شوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۶ جدي، ۱۴۰۱ل)

د کندز چارواکي وايي، چې دغه ولايت کې يې زرګونه جريبه ځمکه يې له غاصبينو خلاصه کړې ده.

د دغه ولایت کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په تېرو دوو میاشتو کې یې ۴۲ زره او ۵۹۹ جریبه غصب شوې دولتي ځمکې له غاصبینو بېرته راګرځولي دي.

د مسولینو په وینا؛ د دولتي ځمکو د غصب کمیسیون په دې ولایت کې ۱۷۰ زره جریبه دولتي ځمکې ثبت کړې دي.

د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه زره دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه شوې، چې لا هم دغه لړۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button