کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د ناروې په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې په دغه هېواد کې روانو اعتراضونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۴۷۶ تنه وژل شوي.
دغه بنسټ همدا راز ویلي چې زرګونه نور کسان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي چې له ډلې یې سل تنه د اعدام له خطر سره مخ دي.
















