پاکستان: غير قانوني کډوال جریمه کېږي او نومونه يې په تور لېسټ کې شاملېږي

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ جدي، ۱۴۰۱ل)

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دې هېواد کې د غیرقانوني کډوالو لپاره د بښنې طرحه د ډسمبر په ۳۱مه نېټه، یعنې سبا ورځ پای ته رسېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله پرون ناوخته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: “په دې سره به هغه کسان چې پاکستان کې له حده زیات اوسيږي، جریمه کېږي او د هغو کسانو نومونه به په تور لېسټ کې شاملېږي چې له یوه کال زیات په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسېدلي وي.”
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا نه‌دي ویلي چې جریمه به څومره وي او تر خوا یې هغه کسان چې په تور لېسټ کې اچول کېږي، برخلیک به یې څه وي.
په پاکستان کې د غیر قانوني کډوالو یوه لویه برخه افغانان دي، چې لا هم ځينې يې د درملنې لپاره هغه هېواد ته ځي او ډېری ښځې، ماشومان او سپين ږيري لا هم په کراچۍ او نورو ښارونو زندانونو کې بنديان دي.

مربوطه مطالب

Back to top button