پر سپينه جامه تور داغونه!

ليکوال: مولوي وقايت الله (وقار)
دا زمونږ د ولس ستونزه ده چې ګناه بښي؛ خو ګناهګار نه، دلته لويه ټکه داده چې د انساني نيمګړتيا په سبب که د چا پښه ښويه شي؛ نو دغه پښه ښوېېدنه نه يوازې دا چې هغه ته په ټول ژوند کې پيغور وي، بلکې تر نسلونو نسلونو د هغه کورنۍ ته هم پور وي او ډېرې داسې دښمنۍ او نفرتونه موجود دي چې د نيکونو معاملې ورته سبب دي.
په طبعي توګه انسان اړ دی چې د ټولنې په منځ کې هستوګنه غوره کړي او بيا د يوه بارسالته مخلوق په توګه په ټولنه کې کار وکړي، مبارزه وکړي، خلک د خير او پرمختګ په لور راوبلي او له هر ډول فساد ېې لاس ونيسي، مګر ددغه کار تر شا ځينې نازک تارونه شته چې لاهم بشر له دغه عظيم پرمختګ سره پرې آګاه نه دی، لاهم په ټول انساني ټولنه کې يو سوء تفاهم موجود دی او لاهم بلا زيات خلک په دې غلطۍ کې ګرفتار دي.
دلته که په دېوالونو ليکل کېږي چې (د ډيوې له رڼا ګټه واخلئ او دېته مه ګورئ چې ډيوه د چا په لاس کې ده) دا خبرې تر شا قوي فلسفه لري او زمونږ د نيکونو ترخې تجربې ېې تر شا دي، په يوه ملت کې د آبادۍ او ترقۍ روحيه هلته راولاړېدای شي چې ملت تېر هېر کړي؛ خو درسونه ېې ورسره ياد پاتې وي.
دا نو زمونږ د ټولنې لويه بدبختي ده چې دلته تېر هېرېږي نه او دا نن چې مونږ په تېر څومره کولمې خورو، په نن کې هومره نه يو، شايد همدا لامل به وي چې مونږ نه د تېرو خلکو سيال شو او نه د نننيو، ځکه پرونيو مو د خپلو پرونيو کيسې کولې او ننني مو د خپلو آبله ورځنيو په داستانونو، لانجو او کونجو سر دي.
تاريخ جلا بحث دی او د تاريخ له ارزښته سترګې څوک پټولی نه شي، مګر دلته هغه اړخ مراد دی چې تاريخ سره نه تړل کېږي، هسې ولسي تاويلې ماويلې دي او په علمي مجال کې چندان د بحث وړ نه وي.
دلته تر ټولو لوی ولسي ګواښ هغوی ته دی چې غواړي ټولنه د مثبت لور په طرف بوځي، دا چې پرون ېې څه ستونزه درلوده، نن د هماغې ستونزې په خلاف مبارزې ته ېې راوتلی وي؛ خو ولس ېې ورسره نه مني، خلک ورته ددې په ځای چې د نن د کار افرين ووايي، د پرونۍ ماضي پيغورونه ورکوي او ورپورې خاندي، ريشخند ورپسې وهي او په اړه ېې منفي تبليغات کوي.
ددې ستونزې اصلي سرچينه جهالت دی، که ولس په علمي ډګر کې پرمختګ وکړ؛ نو پوه به شي چې پرون پرون وو او نن نن دی، کله چې الله تعالی له توبې وروسته په تېرو ګناهونو نيول نه کوي او حتی توبه ويستونکی دوست ګڼي؛ نو مونږ څوک يو چې په تېرو هغه نيمګړتياوو خلک رانيسو چې اوس پرې پښېمانه دي.
دا به نو ډېره کم ظرفي وي چې ووايو، ته اول خپله ماضي وګوره او بيا ماته غږېږه، بلکې که مونږ د خپلې ټولنې حالت وګورو؛ نو په دې به پوه شو چې نن ددې اړتيا ده چې د سمون دعوتګران ونازول شي او وپالل شي، د هغوی په وړاندې موانع له منځه ويوړل شي، تر څو په ټولنه کې کار په ښه طريقه مخه په وړاندې لاړ شي، دلته د فساد او ناروا لپاره په سلګونه ادرسونه لګيا دي، ولې د خير لپاره چې محدود سړي او مرکزونه دي، هغه په زوره مونږ په بې ځايه تورونو او سوالونو بندوو؟
دلته يو دا دقت هم په کار دی چې ډېر کله مونږ د افواهاتو ښکار کېږو او چا پسې د پرون داسې ګناهونه تړو، چې اصلا هغه پرونه هم کړي نه وي؛ نو په دې سره مو د بهتان لويه ګناه کړې وي.
ښايي چې يوه ولسي بيداري رامنځته شي چې مونږ ټول په دې قانع شو چې د نن مبارزين د (شر القرون) په زړه کې د خير غوښتونکي دي؛ نو حتمي ده چې د شر او فساد کومې څپېړې به رالاندې کړې وي او لابه ېې هم لاندې کوي، مونږ ته په عقلي او شرعي لحاظ دا روا نه ده چې د يوه په ښوېېدنه ټول د خير ډلګۍ او يا د يوه په ښوېېدنه د هغه ټول کار باندې چليپا راکاږو.
البته زمونږ مبارزو ورونو ته هم لازمه ده چې خپل ګامونه محکم واخلي او د خپل هر ګام په اخيستو سره دا درک کړي چې ولس په ديني لحاظ لاهم بيداره نه دی او دوی بايد پوه شي چې خلک د دوی ستونزه دعوت او دين ته منسوبوي، له همدې کبله نو د دوی په سپينه جامه وړوکی تور داغ هم له ورايه ښکاري او دوی بايد د خپلو ټولو فعاليتونو او آن حرکاتو او سکناتو په باب هم له پوره ځيرکتيا او هوښيارۍ کار واخلي.



