د افغانستان بانک ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان بانک د وکړو معلوماتو له مخې، چې دغه بانک د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه، د یکشنبې په ورځ د روان کال د مرغومي په ۱۸مه، (۱۵) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.

افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

د يادونې ده، چې د کابل شهزاده سرای په بازار کې نن د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د (۸۹،۴۰) افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button