کابل ټکی کام (۲۲ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
له پکتیکا ولایت څخه راپورونه وايي چې ددغه ولایت په ګومل سیمه کې څو ورځې وړاندې د طالبانو له لوري په یو شمېر داعشیانو سخت بريدونه پیل شول چې په نتیجه کې یې د داعشیانو درې مهم قمندانان د هنر په شمول ووژل او یو شمېر یې ژوندي ونیول.
د سیمې خلک وايي چې هنر په نامه یو قمندان چې له ډېره وخته یې په سیمه کې له خلکو څخه په زور پيسې او سامانونه اخیستل او هغوی یې مجبورول چې له دوی سره په وسله واله مبارزه کې ګډون وکړي، د طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
د سیمې خلک زیاتوي، چې له جګړې سره سمدلاسه بې پيلوټه الوتکې راورسیدې او د طالبانو د والي ملا بلال درې موټر یې له منځه یوړل، چې یو شمېر طالب جنګیالي یې پکې ووژل.
د جګړې په اړه تراوسه د طالبانو رسمي ویاند څه ندي ویلي خو په ټولنیزو رسنیو باندې راغلي دي چې په سیمه کې طالبان واکمن او د داعش ډله له منځه تللې ده.
















