لوګر: ترافيکي پېښو کې ۸ تنه مړه شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، په لوګر ولايت کې د دوو جلا ترافيکو پېښو له امله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد الله انس وايي، لومړۍ ترافیکي پېښه د مرکز پل علم اړوند په خضر سيمه کې شوې، چې له امله ۵ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
ده زیاته کړه دویمه ترافیکي پېښه د پل علم او ګردېز ترمنځ د تېرې کنډو په سیمه کې د یوه مازدا موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په پايله کې يې ۳ تنه مړه شوي دي.
د هغه په وينا دواړه ترافیکي پیښې پرون مازیگر رامنځته شوي او لامل يې د موټر چلوونکو بي احتياطي ښودل شوې ده.



