افغانستان بانک سبا چهارشنبه ۱۵ میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان بانک وايي، چې د جمادی الثانی د میاشتې په ۲۵ نېټه د چهار شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (۱۵) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول پلوري.
د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کزې، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.
افغانستان ويلي، د داوطلبۍ ګټوونکي دې خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي او د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.


